ترافیکي پېښو بغلان کې ۱۲ تنو ته مرګ ژوبله اړولې
د باختر اژانس د راپور له مخې، د بغلان د ډنډ غوري ولسوالۍ په خواجه الوان سیمه کې د دوو موټرو د ټګر له امله د یوې ښځې په ګډون ٦ تنه مړه او ٥ نور ټپیان شوي دي.
د بغلان ولایت طالب چارواکي وايي، چې د دغه ولايت په مرکز پلخمري او د ډنډې غوري ولسوالۍ په خواجه الوان سیمه کې په جلا _جلا ترافیکي پېښو کې ١٢ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د باختر اژانس د راپور له مخې، د بغلان د ډنډ غوري ولسوالۍ په خواجه الوان سیمه کې د دوو موټرو د ټګر له امله د یوې ښځې په ګډون ٦ تنه مړه او ٥ نور ټپیان شوي دي.
ورته مهال د یاد ولایت په مرکز کې د یو موټرسايکل او پاسو ډوله موټر د ټکر له امله یو تن مړ شوی شوی دی.
د یادو پېښو اصلي لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي ښودل شوې ده.
د طالبانو ریاست الوزرا څه موده مخکې د ترافیکي پېښو د مخنیوي لپاره د یوې طرحې د جوړولو خبر ورکړی و، خو تر اوسه نه ده معلومه چې دا طرحه څه وه او عملي شوې کنه، خو د ترافیکي پېښو او له امله یې د مرګ ژوبلې خبرونه د پخوا په څېر دوام لري.