په افغانستان کې د القاعده د دیرش کمپونو د فعالیت ادعا
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i151126-په_افغانستان_کې_د_القاعده_د_دیرش_کمپونو_د_فعالیت_ادعا
د امریکا د اسختباراتي ادارې یوې پخوانۍ مامورې ادعا کړې چې په افغانستان کې د القاعده دیرش کمپونه فعال دي.
(last modified 2024-08-07T22:38:22+00:00 )
Aug 08, 2024 03:05 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې د القاعده د دیرش کمپونو د فعالیت ادعا

د امریکا د اسختباراتي ادارې یوې پخوانۍ مامورې ادعا کړې چې په افغانستان کې د القاعده دیرش کمپونه فعال دي.

د (سي ای اې) پخوانۍ مامورې سارا اډمس وايي، چې امریکا هره اونۍ له ۴۳ میلیونو ډالرو څخه تر ۸۷ میلیونو ډالرو پورې طالبانو ته ورکوي.

نوموړې زیاتوي، چې په افغانستان کې د القاعده ۳۰ کمپونه هم فعال دي.

د افغانستان انټرنیشنل رسنۍ د خبر له مخې؛ نوموړې په یو امریکايي پوډکاسټ کې ویلي، چې امریکایان باید په دې وپوهېږي، چې د متحده ایالاتو دولت د طالبانو هغو کورنیو سره هم مرسته کوي، چې له دوی سره په مخامخ جګړه کې وژل شوي دي.

مېرمن سارا اډمس زیاتوي، چې دا مهال په افغانستان کې د القاعده دېرش د روزنې مرکزونه فعاله دي، چې اوه یې د ځانمرګو د روزنې کمپونه دي.

د سي ای اې دا پخوانۍ ماموره زیاتوي، چې د القاعده شبکې غړي د افغانستان او پاکستان پاسپورټونه لري او په ازادانه شکل کولی شي دواړو خواو ته تګ راتګ وکړي.

سارا اډم د امریکا له استخباراتي ادارې سره په افغانستان، پاکستان او منځني ختیځ کې دندې ترسره کړي دي.

دا لومړی ځل نه دی، چې د امریکا د استخباراتي ادارې یوه پخوانۍ چارواکې دا ډول څرګندونې کوي؛ بلکې له دې وړاندې هم د امریکا برحاله او پخوانیو چارواکو له طالبانو سره د امریکا پر مرستو نیوکه کړې او هم یې په افغانستان کې د القاعده شبکې پر پراخېدا اندېښنې څرګندې کړې دي.