په تورخم کې د پاکستاني او طالب ځواکونو ترمنځ نښته شوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i151306-په_تورخم_کې_د_پاکستاني_او_طالب_ځواکونو_ترمنځ_نښته_شوي
زمونږ خبریال راپور راکړي په ننګرهار کې ځايي سرچینې وايي چې په تورخم کې طالب او پاکستاني ځواکونو نښته کړې ده.
(last modified 2024-08-12T22:04:38+00:00 )
Aug 13, 2024 02:23 Asia/Kabul
  • په تورخم کې د پاکستاني او طالب ځواکونو ترمنځ نښته شوي

زمونږ خبریال راپور راکړي په ننګرهار کې ځايي سرچینې وايي چې په تورخم کې طالب او پاکستاني ځواکونو نښته کړې ده.

سرچینوویلي چې دا نښته پرون  د مازیګر شاوخوا ۴:۰۰ بجې په تورخم ښارګوټي کې شوې ده.

سرچینو زیاته کړې چې دواړو خواوو د یو بل پر ضد سپکې او درنې وسلې کارولي او طالبانو له ننګرهار تازه دمي ځواکونه وراستولي دي.

سرچینو ویلي چې شخړه له هغې وروسته وشوه چې طالبانو غوښتل د تورخم ښارګوټي په صفري برخه کې امنیتي پوسته جوړه کړي.

سرچینې وايي چې په سیمه کې حالت عادي نه دی او مسافر، سوداګر او دوکاندارن له سیمې وتلي دي.

د دغې پېښې لامله د رامنځته شویو تلفاتو په تړاو معلومات نه شته.

طالبانو هم تر اوسه د دغې شخړې په اړه رسمي څه ویلي نه دي.

په تورخم کې د طالب او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته کومه نوې خبره نه ده.