په تورخم کې د پاکستاني او طالب ځواکونو ترمنځ نښته شوي
Aug 13, 2024 02:23 Asia/Kabul
زمونږ خبریال راپور راکړي په ننګرهار کې ځايي سرچینې وايي چې په تورخم کې طالب او پاکستاني ځواکونو نښته کړې ده.
سرچینوویلي چې دا نښته پرون د مازیګر شاوخوا ۴:۰۰ بجې په تورخم ښارګوټي کې شوې ده.
سرچینو زیاته کړې چې دواړو خواوو د یو بل پر ضد سپکې او درنې وسلې کارولي او طالبانو له ننګرهار تازه دمي ځواکونه وراستولي دي.
سرچینو ویلي چې شخړه له هغې وروسته وشوه چې طالبانو غوښتل د تورخم ښارګوټي په صفري برخه کې امنیتي پوسته جوړه کړي.
سرچینې وايي چې په سیمه کې حالت عادي نه دی او مسافر، سوداګر او دوکاندارن له سیمې وتلي دي.
د دغې پېښې لامله د رامنځته شویو تلفاتو په تړاو معلومات نه شته.
طالبانو هم تر اوسه د دغې شخړې په اړه رسمي څه ویلي نه دي.
په تورخم کې د طالب او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته کومه نوې خبره نه ده.
ټیګونه