د پاکستان استازي څرګندونو ته د سرپرست حکومت غبرګون
د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان په چارو کې د پاکستان د ځانګړي استازي د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي، ټولې هغه ستونزې او خطرونه چې درانی یې افغانستان ته منسوبوي، په حقیقت کې په پاکستان کې زیات دي
تر دې یوه ورځ مخکې د پاکستان ځانګړي استازي د دغه هېواد د بهرنیو چارو په وزارت کې په یوه غونډه کې ویلي وو چې د سپټمبر د یوولسمې د حملې په څېر یوه حمله بیا د طالبانو تر واکمنۍ لاندې له افغانستانه کېږي.
اصف دراني په دې غونډه کې زیاته کړه چې اوس مهال افغانستان د نړۍ له نظره وتلی دی او د دې مسلې لامل د اوکراین او غزې جګړې دي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ضیا احمد تکل په یوه بیان کې د دراني څرګندونې د عامه افکارو د کډ وډلو هڅه بللې .
دغه وزارت په خپله خبرپاڼه کې ویلي چې سرپرست حکومت توانېدلی چې په بشپړه توګه د داعش ترهګره ډله وځپي او که د ډیورنډ کرښې هغې غاړې ته د داعش پټنځایونه له منځه ولاړ شي، د دغې ډلې ګواښ په بشپړه توګه له منځه تللی شي.
په بیان کې ټینګار شوی چې تحریک طالبان هم د پاکستان داخلي ستونزه ده او باید په داخل کې یې حل کړي.