افغانستان کې د مانکي پاکس ویروس د مخنیوي هڅې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i151574-افغانستان_کې_د_مانکي_پاکس_ویروس_د_مخنیوي_هڅې
په پاکستان کې د د بیزو تڼاکې یا مانکي پاکس  ویرویس د یوې مثبتې پېښې د ثبت خبر وروسته، د سرپرست حکومت د عامې روغتیا وزارت په هېواد کې د دغې ناروغۍ د خپرېدو د مخنیوي لپاره د اقداماتو اعلان وکړ.
(last modified 2024-08-20T06:36:01+00:00 )
Aug 20, 2024 11:02 Asia/Kabul
  • افغانستان کې د مانکي پاکس ویروس د مخنیوي هڅې

په پاکستان کې د د بیزو تڼاکې یا مانکي پاکس  ویرویس د یوې مثبتې پېښې د ثبت خبر وروسته، د سرپرست حکومت د عامې روغتیا وزارت په هېواد کې د دغې ناروغۍ د خپرېدو د مخنیوي لپاره د اقداماتو اعلان وکړ.

د عامې روغتیا وزارت له مطبوعاتي دفتره په خپره  شوې خبرپاڼه کې راغلي، د دغه وزارت د سرپرست نورجلال جلالي په مشرۍ غونډه کې اړوندو ادارو ته  لارښوونه شوې، چې د دغه ویروس د کنټرول په برخه کې د لا ښې همغږۍ او له اسانتیاوو څخه د استفادې لپاره لازم اقدامات وکړي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان هم ویلي: وزارت هڅه کوي چې هېواد ته د مانکي پوکس د داخلیدو او خپرېدو مخه ونیسي.

هغه د هېواد په صفري نقطو کې د دغه ویرویس د خپریدو د مخنیوي په موخه د تدابیرو له نیولو هم خبر ورکړ.

د عامې روغتیا وزارت ویاند دا هم ویلي چې تر اوسه په افغانستان کې د دې ناروغۍ کومه مثبته پېښه نه ده ثبت شوې.