افغانستان کې د مانکي پاکس ویروس د مخنیوي هڅې
په پاکستان کې د د بیزو تڼاکې یا مانکي پاکس ویرویس د یوې مثبتې پېښې د ثبت خبر وروسته، د سرپرست حکومت د عامې روغتیا وزارت په هېواد کې د دغې ناروغۍ د خپرېدو د مخنیوي لپاره د اقداماتو اعلان وکړ.
د عامې روغتیا وزارت له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د دغه وزارت د سرپرست نورجلال جلالي په مشرۍ غونډه کې اړوندو ادارو ته لارښوونه شوې، چې د دغه ویروس د کنټرول په برخه کې د لا ښې همغږۍ او له اسانتیاوو څخه د استفادې لپاره لازم اقدامات وکړي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان هم ویلي: وزارت هڅه کوي چې هېواد ته د مانکي پوکس د داخلیدو او خپرېدو مخه ونیسي.
هغه د هېواد په صفري نقطو کې د دغه ویرویس د خپریدو د مخنیوي په موخه د تدابیرو له نیولو هم خبر ورکړ.
د عامې روغتیا وزارت ویاند دا هم ویلي چې تر اوسه په افغانستان کې د دې ناروغۍ کومه مثبته پېښه نه ده ثبت شوې.