جرمني د افغانستان اتویشت ښاریز وویستل او هغوې کابل ته ورسیدل
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i151942-جرمني_د_افغانستان_اتویشت_ښاریز_وویستل_او_هغوې_کابل_ته_ورسیدل
زمونږ خبریال راپور راکړی جرمني د ۲۸ کسانو په ایستلو سره افغانستان ته د هغو افغانانو استول پیل کړل، چې په جرمونو کې ښکېل وي
(last modified 2024-08-30T21:38:30+00:00 )
Aug 31, 2024 02:04 Asia/Kabul
  • جرمني د افغانستان اتویشت ښاریز وویستل او هغوې کابل ته ورسیدل

زمونږ خبریال راپور راکړی جرمني د ۲۸ کسانو په ایستلو سره افغانستان ته د هغو افغانانو استول پیل کړل، چې په جرمونو کې ښکېل وي

کابل هوايي ډګر کې د طالبانو د حکومت چارواکو تایید کړې، چې له جرمني اېستل شوي افغانان کابل ته رسېدلي دي.

ویل کیږي  په ځایي وخت درې بجې دوه الوتکې هوایي ډګر کې ښکته شوې چې یوه یې له دوحې او بله له دوبۍ ورغلې ده.

ویل کېږی، چې له همدغو الوتکو په یوې کې یې له جرمني ایستل شوي کسان سپاره وو.

د ۲۰۲۱ کال د اګست له میاشتې راهیسې، چې طالبان بیا واک ته ورسیدل، د جمعې پر ورځ(اګست ۳۰مه) دغه افغانان له خپل هېواده بهر کړل.

د جمعې پر ورځ د جرمني له لایپزیګ ښاره هغه بوئینګ ۷۸۷ ډوله الوتکه چې ۲۸ افغانان پکې ناست وو، له ځايي وخت سره سم ګېځ نژدې اووه بجې د کابل پر لور والوته.

د جرمني حکومت ویاند سټېفن هبسټریټ وویل، ''دا ټول هغه افغان وګړي وو، چې د جرمونو له کبله محکوم شوي وو، دوی په جرمني کې د پاتې کېدو حق نه درلود او د دوی د ډیپورټ کولو حکمونه صادر شوي وو.''

نوموړي د افغان کډوالو د جرمونو نوعیت بیان نکړ.

د اي پي خبري اژانس په رپوټ کې راغلي، جرمني افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره ډیپلوماټیکې اړیکې نه لري، خو دا هېواد غواړي له نورو لارو اړونده چارې ترسره کړي.

رپوټونه وایي چې د دې کډوالو د ستنولو لپاره قطري چارواکو د جرمني او طالبانو حکومت ترمنځ خبرې کړې دي.

ویل کېږي، له جرمني اېستل شوي هغه افغانان دي‌ چې په جرمونو کې ښکېل وو

د کډوالو دا ستنونه په جرمني کې د چاقو له یوه وژونکي برید څخه یوه اوونۍ وروسته کېږي. په هغه بريد کې يوې ۵۶ کلنې مېرمنې، دوه نارينه وو، چې ۵۶ او ۶۷ کاله عمر لري خپل ژوند وبايله.

د جرمني لومړي وزير اولاف شولتز دا بريد يو "وحشيانه عمل" بللی و او وړاندې يې ويلي وو، چې په دغه بريد کې ښکېل کسان دې ژر تر ژره ونيول شي.

د اې پي رپوټ پر بنسټ یاد برید ترسره کولو باندې یو سوریایی وګړی تورن دی، چې جرمني کې یې پناه اخیستې وه.

دې رپوټ کې راغلي، چې ټاکل شوې وه، یاد تورن کس تېر کال بلغاریا ته دېپورټ کړي خو د رپوټونو له مخې د یو څه وخت لپاره نادرکه و او بهر کېدو څخه یې ډډه کوله.

همدارنګه ویل شوي‌، چې یاد سوریايی د وژنې او په یوه ترهګریز سازمان کې د غړیتوب په شک کې د تېرې یکشنبې په ورځ ونیولی شو، چې څېړنې یې روانې دي.

داعش وهابي صهیونیسټي ترهګرې  وسله والې ډلې پرته له دې، چې شواهد وړاندې کړي د جمعې د ورځې د برید مسوولیت ومانه.

د جون په میاشت کې د جرمني چارواکو ویلي و، چې افغان او سوریي مجرمین به له خپل هېواده څخه بهر کوي.

جرمنی یو له هغو هېوادونو څخه ده چې ګڼ شمېر افغان کډوالو ته یې پناه ورکړې.

همدارنګه ۲۰۲۱ کال اګست میاشت کې چې د افغانستان جمهوري نظام سقوط وکړ، جرمني لوی شمېر افغانان په الوتکو که په مستقیم ډول خپل هېواد ته انتقال کړل چې پناه ورکړي.