په افغانستان کې د داعش د فعالیتونو په اړه اندېښنې
د ملګرو ملتونو سرمنشي آنتونیو ګوترش امنیت شورا ته په خپل نوي راپور کې، په افغانستان کې د داعش د خراسان څانګې د مخ پر زیاتیدونکي ګواښونو په اړه، خبرداری ورکړی.
د ملګرو ملتونو سرمنشي امنیت شورا ته په یوه راپور کې، په افغانستان کې د داعش د خراسان څانګې د مخ پر زیاتیدونکو ګواښونو په اړه خبرداری ورکړی دی. د آنتونیو ګوترش په راپور کې، افغانستان د داعش خراسان لپاره پر اروپا او د سیمې پر هېوادونو، د برید لپاره خطرناک مرکز بلل شوی دی.
راپور زیاتوي چې داعش په افغانستان او ګاونډیو هېوادونو کې خپلو عواملو ته امر کړی چې ځینې بریدونه په بهر کې ترسره کړي او د لوژستیکي، مالي او عملیاتي ملاتړ لپاره، له افغان او د منځنۍ اسیا له کډوالو څخه کار اخلي. په راپور کې ویل شوي چې د داعش خراسان ډله په اروپا کې د افغان کډوالو د استخدام په لټه کې ده.
په دې راپور کې راغلي چې، په اروپا کې د داعش د خراسان څانګې د څو مرکزونو له ویجاړولو سره سره، لا هم د هغو عواملو لوژستیکي او مالي ملاتړ شته چې له افغانستان او منځنۍ آسیا څخه اروپا ته راځي.
په همدې حال کې، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو د څارنې تخنیکي کمېټې هم د داعش، القاعدې او پاکستاني طالبانو په اړه په خپل ۳۴م راپور کې ورته خبرداری ورکړی دی.
د کمېټې راپور په بلجیم، فرانسې، جرمني، هالنډ، هسپانیه، سویډن او ترکیې کې د داعش پر ضد ګڼو عملیاتو ته اشاره کړې، چې "د دې ډلې نوې لېوالتیا، دوه چنده هڅې او د اروپا په خاوره کې د لویو بریدونو احتمالي ظرفیت ښيي."
دا لومړی ځل نه دی چې ملګري ملتونه او غړي یې په افغانستان کې د داعش او نورو ترهګرو ډلو د ګواښ په اړه خبرداری ورکوي. خو سرپرست حکومت تل دا خبرداری د داعش د ګواښ په اړه مبالغه بللې ده. له دې سره، داعش په دې اونۍ کې په کابل کې د احکامو د تعقیب ریاست پر کارمندانو برید وکړ.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازي نصیر فایق ویلي، دغه برید ښيي چې په افغانستان کې د امنیت د ټینګښت ادعاوې تر پوښتنې لاندې دي او په تروریستي بریدونو کې لا هم ملکي وګړي وژل کېږي.
له بلې خوا، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو کمېټه په خپل نوي راپور کې وايي، د القاعدې، افغان طالبانو او پاکستاني طالبانو ترمنځ ملاتړ او همکاري زیاته شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر یو ځل بیا ادعا وکړه چې پاکستاني طالبان له افغانستان څخه پاکستان ته د بریدونو په موخه ننوځي.
پاکستاني چارواکو په وار وار ادعا کړې چې پاکستاني طالبان په افغانستان کې شتون لري او سرپرست حکومت د پاکستان پر ضد د هغوی د فعالیتونو مخه نه نیسي؛ خو د سرپرست حکومت چارواکو تل دا ادعا رد کړې ده.