په سرپل ولایت کې یو قومي مشر په مرموز ډول وژل شوی
زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان په سرپل ولایت کې سرچینې وایي، چې په دغه ولایت کې د افغانستان د اسلامي وحدت ګوند مشر محمد محقق ته نږدې ځایي مخور یوسف علي رستګار په مرموز ډول وژل شوی دی.
سرچینو نن وویل چې رستگار پرون په بلخاب ولسوالۍ کې وژل شوی دی.
که څه هم تر اوسه څرګنده نه ده، چې دغه قومي مشر څنګه وژل شوی، خو سرچينې زياته کړې چې جسد يې له غره راغورځول شوی دی.
په سرپل کې د طالبانو ځایي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
تېره پنجشنبه هم په دغه ولایت کې د تېر نظام د ولسي ځواکونو قوماندان ګل احمد مرادي د ناپېژاندو وسله والو له خوا وژل شوی و.
د معلوماتو له مخې، رستگار او مرادي دواړه پخوا له طالبانو سره جنګیدلي وو.
د يادونې وړ ده، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د هېواد په بېلابېلو سيمو کې ګڼ شمېر قومي مشران او مخکیني پوځیان په مرموز ډول وژل شوي دي او دا لړۍ اوس هم دوام لري.