طالبانو په روغتیايي انسټیټیوټونو کې د نجونو پر زده‌کړو بندیز ولګاوه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i154880-طالبانو_په_روغتیايي_انسټیټیوټونو_کې_د_نجونو_پر_زده_کړو_بندیز_ولګاوه
د طالبانو مشر امر کړی چې سر له نن (سه‌شنبې) څخه دې په افغانستان کې د نجونو ټول طبي انسټیټیوټونه بند شي.
(last modified 2024-12-03T03:08:38+00:00 )
Dec 03, 2024 07:24 Asia/Kabul
  • طالبانو په روغتیايي انسټیټیوټونو کې د نجونو پر زده‌کړو بندیز ولګاوه

د طالبانو مشر امر کړی چې سر له نن (سه‌شنبې) څخه دې په افغانستان کې د نجونو ټول طبي انسټیټیوټونه بند شي.

د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده دا امر پرون (دوشنبې) د دوی د عامې روغتیا وزارت اعلان کړ.

په هغه غونډه کې، چې دا پرېکړه پکې اعلانېده، یوه طبي چارواکي ویلي چې د طالبانو د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري معین بخت الرحمن شرافت د طبي انسټیټیوټونو ټول مشران وزارت ته وربللي وو او د خپل مشر نوی مکتوب یې ورته اعلان کړ.

دا پرېکړه یوازې څو ورځې وروسته له‌‌دې اعلانېږي چې طالبانو په یوشمېر ولایتونو کې د ماشومانو د کلیوالي ټولګیو د بندېدو امر وکړ.

دا ټولګي، چې شمېر یې لسګونو زرو ته رسېږي، د یونېسف له لوري تمویلېږي.

په ټول افغانستان کې ۱۶۴ رسمي خصوصي او په کابل کې د غضنفر مرکزي انسټیټیوټ تر څنګ ۱۰ ولایتي دولتي انسټیټیوټونه پر کار بوخت وو.

ډاکتران وايي: په خصوصي انسټیټیوټونو کې ۶۰سلنه زده‌کوونکې نجونې دي، ځکه چې هغوی په نورو برخو کې له زده‌کړو محرومې شوې وې نو ټولو د نرسنګ، قابله‌ګۍ او غاښونو په‌‌‌شان طبي زده‌کړو ته مخه کړې وه.

دا پرېکړه په داسي وخت کې اعلان شوه چې په ګڼو طبي انسټیټیوټونو کې په نږدې ورځو کې د نجونو د سمسټر آزموینې پیلیدې.

طالبانو له واک ته رسېدو وروسته لومړی له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځیو ته له تګه منعه کړې، بیا یې د هغوی پر پوهنتوني زده‌کړو هم بندیز ولګاوه.