د طالبانو د کډوالو چارو وزیر په یوه چاودنه کې ووژل شو
(last modified Wed, 11 Dec 2024 10:54:40 GMT )
Dec 11, 2024 15:24 Asia/Kabul
  • د طالبانو د کډوالو چارو وزیر په یوه چاودنه کې ووژل شو

سرچینې وایي، د افغانستان د طالبانو د سرپرست حکومت د کډوالو چارو سرپرست نن په یوې چاودنه کې ووژل شو.

دغه سرچینې تهران راډیو ته وویل: یاده پېښه نن له غرمې وروسته د کډوالو او بېرته را ستنېدونکو چارو وزارت په انګړ کې د چاودنې له امله رامنځته شوې.

سرچینه زیاتوي، په دغه پېښه کې د کډوالو او بېرته را ستنېدونکو چارو سرپرست وزیر خلیل الرحمن حقاني له څو نورو ملګرو سره یو ځای وژل شوی دی.

بلخوا د کورنیو چارو وزارت هم د نوموړي د وژل کېدو او پېښې پخلی کړی دی.

خلیل الرحمن حقاني د حقاني شبکې د مشر او کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني تره دی، چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست په توګه یې دنده ترسره کوله.

نوموړی د امریکا مالیې وزارت په ۲۰۱۱م کال کې په تور لیست کې شامل کړی وو او پر سر یې ورته پنځه میلیونه ډالره جایزه ټاکلې وه.