د افغانستان د طالبانو د مشرانو تر مینځ هیڅ اختلافات نشته
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i155288-د_افغانستان_د_طالبانو_د_مشرانو_تر_مینځ_هیڅ_اختلافات_نشته
 د افغانستان د طالبانو د حکومت د کډوالو چارو وزیر خلیل الرحمن حقاني د پنجشنبې په ورځ د دغه وزارت په انګړ کې په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شو.
(last modified 2024-12-14T21:00:16+00:00 )
Dec 15, 2024 01:27 Asia/Kabul
  • د افغانستان د طالبانو  د مشرانو  تر مینځ هیڅ اختلافات نشته

 د افغانستان د طالبانو د حکومت د کډوالو چارو وزیر خلیل الرحمن حقاني د پنجشنبې په ورځ د دغه وزارت په انګړ کې په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شو.

د افعانستان طالب مشرانو هغه آوازې په زغره  رد کړې چې ګواګې د خلیل الرحمن حقاني وژنه د دوي د خپلمنځي اختلافاتو نتیجه ده.

زمونږخبریال د  افغان خبری سرچینو له قوله راپور راکړ،  دافغانستان د حکومت دریس الوزرا   د اقتصادي چارو مرستیال ملا عبدالغني برادرپرون پکتیا ولایت ته تللی  او هلته یې د طالبانو تر مینځ د مینې او ورورګلوۍ یادونه وکړه.

 د افغانستان د طالبانو د حکومت د کډوالو چارو وزیر خلیل الرحمن حقاني د پنجشنبې په ورځ د دغه وزارت په انګړ کې په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شو.

د برید مسولیت د داعش خراسان ولایت څانګې وسله والې ډلې منلی دی.

راپورونه ښئ ،طالبان په داسې حال کې خپلمنځي اختلافات ردوي، چې یو شمیر رسنۍ، بهرني ډپیلوماټان او سیاسي شنونکی وايي، پر ځینو مسایلو په تیره بیا د نجونو پر زده کړو د بندیزونو پر سر د طالب مشرانو ترمینځ اختلافات شته.

که څه هم پر خلیل الرحمن حقاني د برید مسولیت د داعش ډلې پر غاړه اخیستی خو په کابل کې د طالبانو د حکومت د دې لوړ پوړي چارواکي له وژل کیدو وروسته داسې ګنګوسې خپرې شوې چې د طالبانو پر دې وزیر برید د دې ډلې د واکمنو چارواکو د خپلمنځي اختلافاتو پایله ده، هغه څه چې ملا برادر او نورو طالب مشرانو رد کړل.

خلیل الرحمن حقاني د طالبانو د حکومت د سرپرستې کابینې لومړنی غړی او لوړپوړی چارواکی دی چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته وژل کیږي.