طالبان وایي د پاکستان حمله بې ځوابه نه پرېږدي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i155558
طالبانو تینګار کړی چې د خپلې خاورې دفاع خپل منل شوی حق ګڼي او ځوابي اقدام به وکړي. د پاکستاني الوتکو له خوا د پکتیکا د برمل ولسوالۍ د ځینو سیمو له بمبارۍ وروسته  د طالبانو دفاع وزارت وویل چې دغه حمله په کله غندي.
(last modified 2024-12-25T08:37:09+00:00 )
Dec 25, 2024 13:02 Asia/Kabul
  • طالبان وایي د پاکستان حمله بې ځوابه نه پرېږدي

طالبانو تینګار کړی چې د خپلې خاورې دفاع خپل منل شوی حق ګڼي او ځوابي اقدام به وکړي. د پاکستاني الوتکو له خوا د پکتیکا د برمل ولسوالۍ د ځینو سیمو له بمبارۍ وروسته  د طالبانو دفاع وزارت وویل چې دغه حمله په کله غندي.

طالب چارواکو په یوې خپرې کړې بیانیې کې ویلي چې دغه اقدام د افغانستان د ملي واکمنۍ خلاف ورزي ده او هغوی حق لري د دغه شان حملو پر وړاندې غبرګون وښیي.

 د طالبانو دفاع وزارت ویلي چې دغه شان حملې د سیمې امنیت او ثبات ته تاوان رسوي او هغوی به د خپلې خاورې او حدودو دفاع وکړي.

 په دې بیانیې کې همداراز راغلي چې طالبان به ډېر ژر د دغه حملو په ځواب کې اقدامات وکړي.

په وروستیو میاشتو کې د افغانستان په سرحدي سیمو د پاکستان هوایي حملې زیاتې شوي او دې خبرې په طالب چارواکو او ځایي خلکو کې اندېښنې پیدا کړې دي.