د افغانستان د خوست ولایت خلکو د پاکستان پرضد مظاهره وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i155676-د_افغانستان_د_خوست_ولایت_خلکو_د_پاکستان_پرضد_مظاهره_وکړه
زمونږ خبریال راپور راکړی سلګونه خوستوالو په دغه ولایت کې د پاکستان هیواد پر خلاف سوله ییز لاریون ترسره کړ
(last modified 2024-12-29T06:58:11+00:00 )
Dec 29, 2024 11:21 Asia/Kabul
  • د افغانستان د خوست ولایت خلکو د پاکستان پرضد مظاهره وکړه

زمونږ خبریال راپور راکړی سلګونه خوستوالو په دغه ولایت کې د پاکستان هیواد پر خلاف سوله ییز لاریون ترسره کړ

لاریون والو په داسې حال کې چې د دغه هیواد پر خلاف یې شعارونه ورکول پر پکتیکا ولایت یې د پاکستان د هوایي بریدونه غندنه هم کوله.

 سلګونه خوستوال د دشنبې په ورځ له غرمې وروسته د خوست ولایت په مرکز کې راټول  او د سهیل ختیځ ولایت پکتیکا پر برمل ولسوالۍ یې د پاکستان د تیرې ورځې د هوایي بریدونو غندنه کوله.

 په دغه بریدونو کې تر پنځوسو زیات ملکي وګړي چې ډیری یې میرمنې او کوچنیان وو ووژل شو او یو شمیر نور ژوبل شول.

 همدارنګه د استوګنې لسګونه  کورونه، یو جومات او یوه مدرسه هم ړنګه شوه.

 لاریون والو دا برید د افغانستان پر خاوره څرګند تیری وباله او په راتلونکې کې یې د داسې بریدونو د نه تکرار غوښتنه وکړه.