د افغانستان د خوست ولایت خلکو د پاکستان پرضد مظاهره وکړه
زمونږ خبریال راپور راکړی سلګونه خوستوالو په دغه ولایت کې د پاکستان هیواد پر خلاف سوله ییز لاریون ترسره کړ
لاریون والو په داسې حال کې چې د دغه هیواد پر خلاف یې شعارونه ورکول پر پکتیکا ولایت یې د پاکستان د هوایي بریدونه غندنه هم کوله.
سلګونه خوستوال د دشنبې په ورځ له غرمې وروسته د خوست ولایت په مرکز کې راټول او د سهیل ختیځ ولایت پکتیکا پر برمل ولسوالۍ یې د پاکستان د تیرې ورځې د هوایي بریدونو غندنه کوله.
په دغه بریدونو کې تر پنځوسو زیات ملکي وګړي چې ډیری یې میرمنې او کوچنیان وو ووژل شو او یو شمیر نور ژوبل شول.
همدارنګه د استوګنې لسګونه کورونه، یو جومات او یوه مدرسه هم ړنګه شوه.
لاریون والو دا برید د افغانستان پر خاوره څرګند تیری وباله او په راتلونکې کې یې د داسې بریدونو د نه تکرار غوښتنه وکړه.