د پاکستان له زندانونو څه باندې ۴۰ افغانان ازاد شول
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i156266-د_پاکستان_له_زندانونو_څه_باندې_۴۰_افغانان_ازاد_شول
زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي چې د پاکستان له بندخونو ۴۵ افغانان پرېښودل شوي دي.
(last modified 2025-01-12T13:09:18+00:00 )
Jan 12, 2025 15:46 Asia/Kabul
  • د پاکستان له زندانونو څه باندې ۴۰ افغانان ازاد شول

زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي چې د پاکستان له بندخونو ۴۵ افغانان پرېښودل شوي دي.

نوموړي وزارت نن ویلي چې دا کسان د تورخم له لارې افغانستان ته راستانه شوي دي.

یاد وزارت په پاکستان کې د دغو کسانو د بندي کېدو لامل هلته د اوسېدو اسنادو نه لرل ښودلي دي.

نوموړي وزارت زیاته کړې چې دا کسان له درېیو تر ۱۵ ورځو بندیان وو.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په پاکستان کې د افغان کډ‌والو د نیولو او ایستلو لړۍ چټکه شوې ده.

ورته مهال په پاکستان کې ځينې افغان کډوال بیا وايي چې که څه هم په دغه هېواد کې د اوسېدو اسناد لري؛ خو بیا هم نیول کېږي.

د یادونې ده چې څو ورځې وړاندې هم پاکستان کابو ۶۰ افغانان په جبري ډول د تورخم له لارې افغانستان ته رالېږلي وو.

له پاکستانه نږدې ۶۰ افغانان په جبري ډول ایستل شوي.