په افغانستان کې د شیعیانو د حقوقو د رعایتولو اړتیا
د افغان شیعیانو او هزاره ګانو په ستر کنفرانس کې، چې په کابل کې د طالبانو د چارواکو په شتون سره جوړ شو، په هیواد کې د شیعیانو د حقونو په درناوي ټینګار وشو.
په کنفرانس کې، د افغانستان د پارلمان پخواني غړي، جعفر مهدوي، په طالبانو غږ وکړ چې په افغانستان کې د هزاره او شیعه ټولنو د اساسي حقونو د ډاډمنولو لپاره عملي ګامونه پورته کړي.
هغه ټینګار وکړ چې د افغانستان هزاره او شیعه ټولنو د هیواد د امنیت او سولې د تامین لپاره د طالبانو د نظام دفاع کړې ده، او اوس د دې ډلې وار دی چې د هغو د حقونو د ترلاسه کولو لپاره ګامونه پورته کړي.
د مهدوي په وینا، دا ټولنه د طالبانو د ملاتړ په ژمنه کې ثابت پاتې شوې او اوس تمه لري چې دا ډله به په عمل کې د دوی حقونه په رسمیت وپیژني.
د طالبانو د حکومت د صدراعظم اقتصادی مرستیال عبدالغني برادر، چې په کابل کې یې د هزاره ګانو او شیعیانو په یوه غونډه کې ګډون کړی و، ټینګار وکړ چې افغانستان د ټولوښاریزو ګډ کور دی او هرڅوک مساوي حقوق لري.
هغه د دې په بیانولو سره چې د افغانستان خلک له مختلفو قومونو، ژبو، مذهبونو او کلتورونو جوړ شوي دي، ټینګار وکړ چې دا تنوع یوازې د یو بل د پیژندلو لپاره دی او د طالبانوله واکمنۍ مخکی له دې ناوړه ګټه اخیستل کیده.
په تیرو دریو کلونو کې چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسیدلي، چارواکو یې په وار وار په فقه، شخصي حیثیت او ټولنیزو چارو کې د شیعیانو د حقونو په تامین ټینګار کړی دی. خو په عمل کې یې نه یوازې د شیعیانو او هزاره ګانو د حقونو د تحقق لپاره کوم ګام نه دی پورته کړی، بلکې افغان ټولنه د شیعیانو او هزاره ګانو د وژنې او ډله ییزې وژنې او حتی د خپلو عالمانو د وژنې شاهده ده.
دا په داسی حال کی ده چې د افغانستان شیعه او هزاره ټولنې له دریو کلونو ډیر وخت راهیسې د طالبانو په څنګ کې دي او د هغو د واکمنۍ دموقعیت له پیاوړی کولو سره یی مرسته کړې ده.
له همدې امله، د افغانستان شیعه او هزاره ټولنې د طالبانو لخوا د دوی حقونوته بې پامی د دغه هیواد د ټولنې د یوې مهمې برخې پرضد ظلم ګڼي چې تل په افغانستان کې د سولې او امنیت د ټینګولو په برخه کې مخکښ پاتې شوی دی.
په عین حال کې، د افغان شیعه ټولنې یوه له مهمو اندیښنو څخه د هیواد له تعلیمي سیسټم څخه په شیعه فقهې پورې اړوند مسلو لرې کول او د کتابتونونو او کتاب پلورنځیو د اړوندو کتابونو راټولول دي.
یوه داسې موضوع چې د ټولو افغانانو لپاره د مساوي حقونو په اړه د طالبانو له ادعا سره په ټکر کې ده.
په هر حال، ملا عبدالغني برادر په کابل کې د شیعه او هزاره ګانو په غونډه کې په خپله وینا کې هڅه وکړه چې دا موضوع سیاسي کړي او ګوندونه په ټولنه کې د ویش لامل او په افغانستان کې د ملي یووالي د نه رامنځته کیدو لامل په توګه معرفي کړي. خو له شک پرته،دین په افغانستان کې د یووالي اوغږملتیا یوازینی عامل دی، او قوم پالنه د افغانستان د خلکو ترمنځ د ویش عامل ګڼل کیږي. له همدې امله، د دین عامل سبب شوی دی چی هیڅ بهرنی په افغانستان کې د اوږدې مودې لپاره د پاتې کیدو او دا هیواد د خپل استعمار کولو لیری وساتي .
له همدې امله، په افغانستان کې شیعه ټولنه له طالبانو چې خپله واکمني اسلامي ګڼي، تمه لري، چی د شیعه ګانو او هزاره ګانو په ګډون د ټولو افرادو حقونو ته درناوی وکړي.