ایران له پاکستان سره کلتوري،اقتصادي اوعلمي ملګرتیاوې لا پراخوي
پارس ټوډی -د ایران د اسلامی جمهوریت د خراسان رضوي والي په مشهد مقدس کې د اردو او فارسی ژبې لوي شاعر علامه اقبال لاهوري، د زوکړې په مناسبت په لوي سمینار کې، پخپلې وینا کې له پاکستان سره د ایران د کلتوري، اقتصادي او علمي ملګرتیاؤ په پراخولو ټینګار وکړ.
د ایران د خراسان رضوي والي غلامحسین مظفری د اقبال ډې په مناسبت په مشهد مقدس کې په لوي سمینار کې چې پرون د اقبال لاهوري د زوکړې په مناسبت ترسره شوې ،د ایران او پاکستان ترمینځ تاریخي، کلتوري او روحاني مشترکاتو په اشارې سره ،له دغه هیواد سره د کلتوري، اقتصادي، ټوریسټي او پوهنتوني ملګرتیاؤ په پراختیا ټینګار وکړ.
د پارس ټوډی راپور ورکړی، غلام حسین مظفری وویل: د ایران او پاکستان ترمینځ اړیکه د ایمان، کلتور او ادبي میراث په مشترکاتو کې ریښه لري. د قرآن، عرفان او ادب په سیوري کې، د دوو ملتونو ترمینځ یو ګډ تمدن جوړ شوی چې نومونه لکه اقبال لاهوري، فردوسي او عطار نیشابوري نامې د هغو په کلتوري آسمان کې ځلیږي.
مظفری زیاته کړه: زمونږ کلتور، ژبه او ادبیات د دواړو ملتونو روحونه سره یوځای کوي. اوس ایران او پاکستان پر دې لوئې سرمایې تکیه کولی،د خپلو ملګرتیاؤ بنسټونه په اقتصادي او ټولنیزو برخو کې پیاوړي کولی شي.
هغه همدا راز علامه اقبال "یو تر ټولو ایرانی غیر ایراني شاعر" وباله او وې ویل : په ګډو ملګرتیاؤ کې، باید د دغو لویو کسانو میراث د راتلونکي راهنما مشال ګرځوو.
په غونډې کې، په ترکمنستان کې د پاکستان سفیرې فریال لغاری، د اسلامي امت په بیدارۍ کې د اقبال د فکرونو په رول په ټینګار سره ووئيل؛ علامه اقبال پخپلې فلسفه خودي سره ، مسلمانان ځان پېژندنې او عزت نفس ته بللي. د هغه تعلیمات اوس هم د اسلامي نړۍ لپاره موضوعیّت لري.
هغې زیاته کړه: مشهد ښار په علم او پوهې کې لوړ مقام لري؛ داسې ښار چې د ایران ستر شاعر لوي فردوسي، په کې ښخ شوی دی. میرمن لغاری یادونه وکړه: علامه اقبال د خپلو شعرونوپه وسیله په مسلمانانو کې د شجاعت، ازادۍ او ایمان ارزښتونه بیا ژوندي کړل.