پاکستان دې د افغانستان د ګرَم ګڼلو پرځای خپلې ستونزې حل کړي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i166998-پاکستان_دې_د_افغانستان_د_ګرَم_ګڼلو_پرځای_خپلې_ستونزې_حل_کړي
د افغانستان د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر د کابل او اسلام آباد ترمینځ په وروستیو مذاکراتو کې بندون ته په اشارې  سره وویل،د پاکستان امنیتي ستونزې داخلي ریښې لري او دغه هېواد دې  افغانستان ګرَم نه ګڼي.
(last modified 2025-11-10T10:16:04+00:00 )
Nov 10, 2025 14:43 Asia/Kabul
  •   پاکستان دې د افغانستان د ګرَم ګڼلو پرځای خپلې ستونزې حل کړي

د افغانستان د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر د کابل او اسلام آباد ترمینځ په وروستیو مذاکراتو کې بندون ته په اشارې  سره وویل،د پاکستان امنیتي ستونزې داخلي ریښې لري او دغه هېواد دې  افغانستان ګرَم نه ګڼي.

د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، افغانستان د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقی  د افغانستان او پاکستان ترمینځ د وروستیو حالاتو په اړه څرګندونه وکړه چې د طالب حکومت  مرکچي پلاوي  هیڅکله له پاکستان سره له  خبرو ډډه نه ده کړې، خو مقابل لوری د غیر منطقي غوښتنو په راپورته کولو سره د مذاکراتو د  پرمختګ مخه نیولې ده.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ چې اسلام آباد باید پر نورو د تپلو په  ځای خپلې ستونزې په خپلې خاورې کې حل کړي.

امیرخان متقی د پاکستان له خوا په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د غړو د شتون په اړه د تورونو په ځواب کې وویل:که د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) غړي افغانستان ته راځي او بیا ګرځي، زه هم حق لرم وپوښتم چې ولې تاسو  و رته اجازت ورکوئ چې د مونږ خاورې ته داخل شي؟

هغه یادونه وکړه چې د "ټي ټي پي" ستونزه نوې ښکارنده  نه ده او ډېر وخت مخکې ریښې لري. تحریک طالبان پاکستان له ۲۵ کلونو راهیسې په دغه هېواد کې فعالیت کوي او د افغانستان له اوسني حکومت سره هیڅ اړیکه نه لري.

متقی د خپلو خبروپه بلې برخې کې خبرداری ورکړ: "که څوک په افغانستان یرغل وکړي، نو د هغه مسؤلیت مشخص دی. مونږ له خپل هېواد او خلکو دفاع کوو.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ چې افغانستان د ټولو ګاونډیانو سره ښې اړیکې غواړي او اجازت به ورنه کړي چې له دغه هېواده د بی‌ثباتۍ یا سیاسي دباؤ  لپاره څوک کار واخیستل شي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د افغانستان  د طالبانو او د پاکستان ترمینځ  د قطر او ترکیې په مینځګړیتوب سره د دریم پړاو مذاکرات، تېره اونۍ په استانبول کې  ترسره شوې، خو  له کومې نتیجې پرته پای ته ورسېدې.

پاکستان د سرحدي حملو د زیاتوالي او په افغانستان کې د پاکستان ضده وسله والو  ډلوټپلو د شتون په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده، په داسې حال کې چې طالبان دا تورونه بې‌بنسټه ګڼي او ټینګار کوي چې د پاکستان بی‌ثباتي د داخلي اختلافاتو او د سرزورو او افراطي  ډلو ټپلو په  کنټرولولو کې د ناکامۍ  نتیجه ده .