د هېڅ هېواد د خوشحالولو لپاره جګړې ته نه ځو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i158228-د_هېڅ_هېواد_د_خوشحالولو_لپاره_جګړې_ته_نه_ځو
پارس ټوډې - د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزار سرپرست اعلان وکړ: کابل یو متوازن سیاست غوره کړی او د یوه هېواد د رضایت لپاره د بل هېواد پر ضد جنګ ته نه ځي.
(last modified 2025-03-17T07:47:49+00:00 )
Mar 17, 2025 12:13 Asia/Kabul
  • د هېڅ هېواد د خوشحالولو لپاره جګړې ته نه ځو

پارس ټوډې - د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزار سرپرست اعلان وکړ: کابل یو متوازن سیاست غوره کړی او د یوه هېواد د رضایت لپاره د بل هېواد پر ضد جنګ ته نه ځي.

د پارس ټوډې د راپور له مخې، د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي په عمان کې د افغانستان له سوداګرو سره په کتنه کې زیاته کړه: اسلامي امارت د نړۍ له هېوادونو سره ښې اړیکې لري او غواړي چې افغانستان د منفي رقابت د ډګر پر ځای، د اقتصاد او ټرانزیټ په مرکز بدل شي.

امیرخان متقي په افغانستان کې د ناټو شل کلن حضور ته په اشارې سره ټینګار وکړ چې زموږ د هېواد د شل کلن اشغال په موده کې، څه باندې ۴۰۰ زره کسان په نشه یي توکو روږدي شوي وو چې د طالبانو په دوره کې دغه شمېر خورا کم شوی دی.

متقي همدارنګه د کابل او مسقط ترمنځ د اړيکو ښه والي ته په اشارې سره يادونه وکړه، چې د ويزو د ورکړې، پانګونې، ټرانزیټ او د افغان بنديانو د لېږد په برخو کې مثبتې خبرې شوې دي او عماني چارواکو هيله څرګنده کړې چې په دې برخو کې به ګډې همکارۍ پراخې شي.

د افغان رسنیو د راپورونو له مخې، دا سفر په دې سیاسي دریځ کې عمان ته د امیر خان متقي لومړنی سفر دی، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي او اقتصادي اړیکو د پراخولو په هدف ترسره شوی دی.