افغانستان او پاکستان د تورخم دروازې پرانېستو په تړاو هوکړې ته ورسېدل
(last modified Tue, 18 Mar 2025 01:55:04 GMT )
Mar 18, 2025 06:25 Asia/Kabul
  • افغانستان او پاکستان د تورخم دروازې پرانېستو په تړاو هوکړې ته ورسېدل

د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکي وایي چې افغان او پاکستاني سوداګر او قومي مشران د تورخم دروازې پرانېستو په اړه هوکړې ته سره رسېدلي دي.

د دې جرګې غړی او د ننګرهار د سوداګرۍ خونې د دارلانشاء رئيس غلام مصطفی رحیمي وویل، په تورخم کې افغان او پاکستاني سوداګرو په ګډه ناسته کې هوکړه شوې چې تورخم به د هر ډول تګ راتګ لپاره پرانېستل شي.

د هغه په خبره ټاکل شوې چې د تورخم دروازې پرانېستل کېدو په اړه د ترتیباتو کولو په موخه د همغږۍ ناسته هم ترسره شي، چې له مخې به یې د سې شنبې په ورځ د تورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ پرمخ پرانېستل شي.

د افغان او پاکستاني سوداګرو او قومي مشرانو ترمنځ دا ناسته داسې مهال هوکړې ته رسېدلې، چې تر دې څو ورځې وړاندې هم د دواړو لورو ترمنځ د تورخم دروازې د پرانېستل‌کېدو په موخه لومړۍ ناسته بې‌پایلې او دویمه ناسته هم لغوه شوې وه.

د تورخم دروازه له څه کم یوې میاشتې راهېسې پاکستاني لوري د افغان طالبانو د امنیتي پوستو د جوړولو په غبرګون کې تړلې وه، چې له امله یې نه یوازې دواړو خواوو ته په سلګونه ناروغان، ښځې او ماشومان بند پاتې وو، بلکې په لویه کچه یې سوداګرو ته مالي زیانونه هم اړولي دي.