د افغانستان طالبانو د اسرائیلو رژیم حملې وغندلې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i158264-د_افغانستان_طالبانو_د_اسرائیلو_رژیم_حملې_وغندلې
زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په غزې تړانګې باندې د صهیونیسټ رژيم د حملو له سره پیلیدل په کلکه وغندل.
(last modified 2025-03-18T22:14:21+00:00 )
Mar 19, 2025 02:40 Asia/Kabul
  • د افغانستان طالبانو د اسرائیلو رژیم حملې وغندلې

زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په غزې تړانګې باندې د صهیونیسټ رژيم د حملو له سره پیلیدل په کلکه وغندل.

د افغانستان د طالبانو د باندنیو چارو وزارت په یوې بیانیې کښې په غزې  تړانګې باندې د صهیونیسټ رژیم د حملو په کلکه غندلو سره چې د څلورسوه څلویښتو کسانو د شهادت او د ډیرو نورو د ژوبلیدا سبب شوې وویل د صهیونیسټ رژيم بریدونه نه یوازې د بشري حقوقو خلاف ورزۍ بلکې له انساني ارزښتونو سره هم په تضاد کښې دي.

د افغانستان خارجه وزارت ویلي دي سرپرست حکومت د فلسطین مسله د اسلامي دنیا ګډه مسله ګڼي او د فلسطینیانو د مبارزې ملاتړ کوي.

دغه راز ایرنا خبري اژانس نن سهار  راپور راکړی د صیهونیسټ رژيم پولیسو په غزې تړانګه کښې د اسرائیلي بندیانو کورنۍ چې په تل اویو کښې یې مظاهرې کړي وې او د اوربند موافقې ته د اسرائیلو د سمدستي بیرته ستنیدا او د بندیانو د تبادلې غوښتنه یې کوله حمله وکړه او هغوې یې وځپل.

د صهیونیسټ رژيم رسنیو هم بیګا وویل چې زرګونو صهیونیسټانو په تل اویو کښې په بیګن واټ کښې د لومړي وزیر نتانیاهو پرضد مظاهرې وکړې او د اوربند موافقې ته د سمدستي د بیرته ستنیدا او د زندانیانو د تبادلې د شروع کولو غوښتنه یې  وکړه.

د اسرائیلو سرچینو په دغو مظاهرو کښې  د ګډون کونکو کسانو شمیر کابو پنځوس زره وباله.

دغه راز د فلسطین د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر مشر د رسنیو د چارو سلاکار «طاهر النونو» هم په یو شمیر څرګندونو کښې په دې خبرې سره چې د اسرائیلو لومړی وزیر نتانیاهو د بندیانو له ژوند سره جوارۍ کوي او د خپلې کابینې د ساتلو کوشش کوي وویل د اسرائیلو رژیم حملې به د ډیرو صهیونیسټي بندیانو د وژل کیدا سبب شي.

Image Caption