د نجونو پر زده کړو بندیز د پرمختګ لپاره ستر خنډ دی
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د کوچني اختر په مناسب د مبارکۍ ترڅنګ ویلي، چې ټولنې له زده کړو پرته پرمختګ نه شي کولای او د نجونو پر وړاندې د زده کړو د مرکزونه بند پاتې کېدل د پرمختګ پر وړاندې ستر خنډ دی.
حامد کرزي په خپله فیسبوک پاڼه کې ټولو هېوادوالو ته د کوچني اختر مبارکي ورکړې او ویلي چې د يوه ملت په توګه باید په پوره اتحاد، اتفاق، ورورگلوۍ او وطنپالنه د خپل هېواد د آبادۍ او پرمختگ لپاره هڅه وکړو.
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا سره هم په کتنه کې ویلي چې د نجونو زدهکړې د هېواد د راتلونکي لپاره حیاتي اهمیت لري.
په افغانستان کې ۱۴۰۴ تعلیمي کال لس ورځې مخکې د نجونو زده کوونکو له حضوره پرته پیل شو.
طالبانو له تېرو څلورو کلونو راهیسي له شپږم ټولګي پورته نجونې له زدهکړو منع کړې دي.
یوناما د روان وري یا حمل میاشتې په ۶مه نېټه په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د نجونو پر زدهکړو بندیز نه یوازې د دوی پر راتلونکي، بلکې د ټول افغانستان پر سوله او هوساینه منفي اغېز لري.