طالبانو له پاکستان څخه وغوښتل د افغانستان کډوال مه وباسي
(last modified Tue, 01 Apr 2025 10:11:47 GMT )
Apr 01, 2025 14:41 Asia/Kabul
  • طالبانو له پاکستان  څخه وغوښتل  د افغانستان کډوال مه وباسي

زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د طالبانو سرپرست حکومت نن له پاکستان څخه وغوښتل

 چې د افغان کډوالو د ایستلو کار مه پیلوي او دا په داسې حال کښې دي چې له پاکستان څخه په خپله خوښه د وتلو لپاره افغان سیټي زن شيپ کارډ لرونکو ته  ورکړل شوی مهلت پرون پاې ته ورسید.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د تیرې مارچ میاشتې په شپږمه نیټه په یوې بیانیې کښې ویلي وو په هیواد کښې ټول غیر قانوني کډوال او د افغان سیټي زن شیپ کارډ لرونکو ته سپارښتنه کیږي چې د روان میلادي کال د مارچ د میاشتې تر یودیرشمه نیټه په خپله خوښه له پاکستان څخه ووځي او  په بله بڼه کښې به نن د اپریل له لومړۍ نیټې څخه د افغان کډوالو د ایستلو بهیر پیل شي.

د پاکستان په حکومتي راډیو کښې نن یو خبر خپور شو چې پکښې ویل شوي دي د افغانستان د غیر قانوني کډوالو پرضد به اوس سخت قانوني اقدام ترسره شي.

دغه راز د افغانستان د کډوالو او د بیرته ستنیدا  وزیر «مولوي عبدالکبیر» په ګاونډي هیواد پاکستان  غږ وکړ چې د افغانستان د کډوالو پلان شوي ستنول بند کړي او د افغانستان ښاریزو ته دې اجازه ورکړل شي چې په خپله خوښه هیواد ته ورستانه شي.

د پاکستان د خیبر پښتونخوا صوبې لوړرتبه چارواکو د اسلام اباد فیډرال حکومت ته سپارښتنه کړي ده چې د کوچني اختر د چټیانو په خاطر دې د اپریل د میاشتې تر لسمې نیټې پورې د افغانستان د غیر قانوني کډوالو د ایستلو بهیر وځنډوي.

خو د پاکستان د کورنیو چارو وزارت لخوا تراوسه داسې کومه نښه نښانه نشته چې د خیبر پښتونخوا صوبې دغه سپارښتنه ومني.