ټرمپ په ریاض کې ویلي: له افغانستان څخه وتل شرمناک و
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i160130-ټرمپ_په_ریاض_کې_ویلي_له_افغانستان_څخه_وتل_شرمناک_و
د امریکا ولسمشر په خپلو څرګندونو کې ویلي دي چې له افغانستان څخه وتل د امریکا په تاریخ کې ډیره د شرم خبره ده.
(last modified 2025-05-14T20:57:53+00:00 )
May 15, 2025 01:26 Asia/Kabul
  • ټرمپ په ریاض کې ویلي: له افغانستان څخه وتل شرمناک و

د امریکا ولسمشر په خپلو څرګندونو کې ویلي دي چې له افغانستان څخه وتل د امریکا په تاریخ کې ډیره د شرم خبره ده.

ډونلډ ټرمپ په خپله تکراري نظر څرګندونه کې وویل چې که هغه ولسمشر وای، "له افغانستان څخه به شرموونکی وتل هیڅکله نه وای پیښ شوي" او دا شرم به نه وای پیښ شوی.

په دې وروستیو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هم وویل چې له افغانستان څخه د امریکا وتل یو ناورین و او له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو بیړني وتل د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته یې دا جرئت ورکړ چې پر اوکراین برید وکړي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له دې مخکې هم له افغانستان څخه د امریکا وتل د امریکا په تاریخ کې تر ټولو توره ورځ بللې وه.

ټرمپ او ځیني نور امریکايي چارواکي دا ادعاوې په داسې حال کښې کوي چې د افغانستان د شل کلن نیواک په دوران کښې د امریکې او د هغې د انډیوالو هیوادونو ځواکونو په افغانستان کښې بې شمیره جنایتونه کړي او د دغه هیواد د خلکو لپاره یې له بدبختۍ پرته بله نتیجه نه ده لرلې.