مجاهد: د جرمونو نړیوالې محکمې په نوم محکمه نه پېژنو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i162152-مجاهد_د_جرمونو_نړیوالې_محکمې_په_نوم_محکمه_نه_پېژنو
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح االله مجاهد د طالبانو د رهبر هبة االله اخندزاده او د قاضي القضات عبدالحکیم حقاني د نیولو په تړاو د جرمونو نړیوالې محکمې د غوښتنې په غبرګون کې ویلي چې، په دغه نوم کومه محکمه نه پېژني.
(last modified 2025-07-08T23:27:27+00:00 )
Jul 09, 2025 03:56 Asia/Kabul
  • مجاهد: د جرمونو نړیوالې محکمې په نوم محکمه نه پېژنو

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح االله مجاهد د طالبانو د رهبر هبة االله اخندزاده او د قاضي القضات عبدالحکیم حقاني د نیولو په تړاو د جرمونو نړیوالې محکمې د غوښتنې په غبرګون کې ویلي چې، په دغه نوم کومه محکمه نه پېژني.

مجاهد زیاته کړې، په داسې حال کې چې غزه کې د اسراییل او د بهرنیو ملاتړو له لوري یې د جرمونو نړیوالې محکمې تر سترګو لاندې نسل وژنه روانه ده او هره ورځ سلګونه ښځې او ماشومان له کوم دلیل پرته وژل کیږي، د بشري حقونو او نړۍوالې محکمې شعارونه د شرم خبره ده.

د نوموړي په خبره، د اسلامي شریعت قوانینو ته د بشر خلاف د ظلم نسبت کول او د دغو قوانینو د پلي کوونکو د نیولو خبرداري له اسلام سره “ښکاره دښمني او کرکه” په ډاګه کوي او د مسلمانانو معتقداتو ته سپکاوی بلل کیږي.