افغانستان او پاکستان په تېره اونۍ کې
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد اعلان وکړ چې د افغانستان د اسلامي امارت مشر د "پراختیایي ستراتیژۍ" په نوم پنځه کلن سند تصویب کړی دی، چې دا سند په راتلونکو پنځو کلونو کې د افغانستان د پرمختګ لپاره یو جامع چوکاټ چمتو کوي.
مجاهد زیاته کړه: په دې سند کې لس مهمې برخې لکه: اقتصاد، کرنه، انرژي، ټرانسپورت، مخابراتو، ښوونه او روزنه، روغتیا او ۱۵ لومړیتوب لرونکي پروګرامونه شامل دي. مجاهد ټینګار وکړ چې دا پروګرام د کورنیو ظرفیتونو او سرچینو په استفادې سره ډیزاین شوی او موخه یې په ټول افغانستان کې متوازن پرمختګ رامنځته کول او د دولتي ادارو فعالیتونو همغږي کول دي.
مجاهد ټینګار وکړ چې د دې پروګرام پلي کول کولای شي د افغانستان په اداره کې ډېرې اغېزمنې پایلې ولري او د وزارتونو او دولتي ادارو ترمنځ همغږي به پیاوړې کړي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي، یو ځل بیا ونه شو کړای چې هند ته خپل سیمهییز سفر ترسره کړي. د دې سفر د لغوه کېدو اصلي لامل، په امنیت شورا کې د هغه د سفر له معافیت سره د امریکا مخالفت ښودل شوی دی. د هند دولت د طالبانو له حکومت سره د ډیپلوماتیکو اړیکو پیاوړتیا او د امیرخان متقي د دعوت لپاره د ملګرو ملتونو د بندیزونو کمېټې ته د سفر معافیت غوښتنه کړې وه، خو دا غوښتنه تر رسمي اعلان مخکې لغوه شوه.
له دې وړاندې هم پاکستان ته د متقي پلان شوی سفر د امنیت شورا له خوا د معافیت نه ورکولو له امله لغوه شوی وو. دا دواړه پېښې ښيي چې د طالبانو هغه چارواکي چې د ملګرو ملتونو د بندیزونو په نوملړ (1988 لیست) کې دي، د امریکا او امنیت شورا له تایید پرته، په عملي توګه بهرني سفرونه نشي کولای.
د راپورونو له مخې، د واشنګټن فشارونو نه یوازې د طالبانو د حکومت د ډیپلوماسۍ لپاره محدودیتونه رامنځته کړي، بلکې هغه هېوادونه چې غواړي له کابل سره تعامل وکړي، لکه هند، اړ دي چې په احتیاط سره محاسبه وکړي او له امریکا سره همغږي واوسي. د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر له دې مخکې هم چین ته په سفر سره توانېدلی وو چې له دې هېواد سره خپلې نسبي اړیکې وساتي او د کابل نورو چارواکو هم د محدودو معافیتونو په ترلاسه کولو سره اماراتو او عربستان ته سفرونه کړي وو.
د طالبانو د حکومت نږدې کاروونکو اکاونټونو اعلان کړی چې د امنیتي اندېښنو او سرحدي کړکېچونو د زیاتوالي له امله، واخان کریډور ته د امریکايي او پاکستاني اتباعو پر ورتګ بندیز لګول شوی دی. د طالبانو حکومت د یوه فرمان په صادرولو سره، د امنیتي اندېښنو او له پاکستان سره په ګډو پولو کې د کړکېچونو د زیاتوالي له امله، واخان کریډور ته د امریکايي او پاکستاني اتباعو پر ورتګ بندیز اعلان کړی دی.
د واخان کریډور، چې د افغانستان په شمال ختیځ او له چین سره په سرحد کې موقعیت لري، مرکزي آسیا او چین ته د لاسرسي لپاره یوه ستراتیژیکه لاره ګڼل کېږي. د دې سیمې جغرافیایي موقعیت او د سیمهییزو اړیکو په برخه کې د هغې رول، تل د یو شمېر هېوادونو د پاملرنې وړ ګرځېدلی دی.
په تېر کې، ځینو راپورونو د پاکستان له خوا د واخان کریډور له لارې مرکزي آسیا ته د لاسرسي هڅو ته اشاره کړې وه. دې موضوع په افغانستان او نورو سیمهییزو هېوادونو کې اندېښنې راپارولې دي.
د پاکستان له خوا د افغانستان په ختیځ کې پر خوست او ننګرهار ولایتونو باندې د هوايي بریدونو وروسته، د طالبانو دفاع وزارت خبرداری ورکړی چې دا کړنې به پایلې له ځان سره ولري. پاکستاني بېپیلوټه الوتکو د ننګرهار او خوست ولایتونو یو شمېر برخې په نښه کړې. د طالبانو دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې دا بریدونه وحشیانه او ظالمانه بللي او ټینګار یې کړی چې دا ډول کړنې د هېچا په ګټه نه دي او د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ د واټن زیاتولو او کرکې رامنځته کولو لامل کېږي.
سیمهییزو سرچینو راپور ورکړی چې د ننګرهار ولایت په شینوارو ولسوالۍ کې یو هستوګنیز کور په نښه شوی چې له امله یې پنځه ملکیان، چې درې ماشومان او یوه ښځه پکې شامل دي، ټپیان شوي دي. په خوست کې هم بېپیلوټه الوتکو د محمد نعیم کور، چې له فرضي کرښې (ډیورنډ) سره نږدې له قومي مشرانو څخه دی، په نښه کړی، چې له امله یې دوه ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د کنړ ولایت د مرورې، سرکاڼو او دانګام ولسوالیو اوسېدونکو هم له پاکستان سره په سرحدي سیمو کې د څو چاودنو غږونه اورېدلي دي.
سیمهییزې سرچینې اټکل کوي چې په پاکستان کې د امریکايي بېپیلوټه الوتکو پوځي اډو کې شته الوتکې ممکن د دې بریدونو عاملین وي. د طالبانو بهرنیو چارو وزارت هم د دې پېښې په غبرګون کې، د پاکستان سفیر احضار کړی او اعتراضي یادښت یې ورته سپارلی دی.
د طالبانو د سرپرست حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت، له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو له زیاتوالي سره سم، له افغان چارواکو غوښتي چې د کډوالو د احتمالي نوې څپې د راستنېدو لپاره چمتو واوسي.
د طالبانو د کډوالو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر، د دې وزارت په یوه غونډه کې ټینګار کړی چې طالبان هڅه کوي د راستنېدونکو کډوالو لپاره د شریعت له مقرراتو سره سم دایمي سرپناه چمتو کړي. نوموړي زیاته کړې چې د ملګرو ملتونو په همکارۍ په ګاونډیو هېوادونو کې د افغان کډوالو ځینې ستونزې حل شوې دي.
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر مسعود پزشکیان، د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره په ټلفوني خبرو کې، د خپل وروستي سفر پر مهال د پاکستاني چارواکو د مناسبې مېلمهپالنې او رغنده مذاکراتو له امله د مننې ترڅنګ، د ایران د دولت او ملت له خوا د پاکستان دولت او خلکو ته د سېلابونو او مالي او ځاني زیانونو له امله د خواخوږۍ او تسلیت پیغام وړاندې کړی. پزشکیان د دواړو ملتونو د تاریخي او ورورګلوۍ اړیکو پر اهمیت د ټینګار سربېره، د هر ډول همکارۍاو بشري مرستو لپاره د ایران اسلامي جمهوریت چمتووالی اعلان کړی.
د پاکستان لومړي وزیر هم په دې خبرو کې د پزشکیان د ټلفوني اړیکې او د ایران د ملت د خواخوږۍ او پیوستون پیغام له امله خوښي څرګنده کړې او دا چلند یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ژورې دوستۍ او صمیمیت نښه بللې او ویلي چې ایران او پاکستان تل په سختو شرایطو کې یو د بل تر څنګ وو او وي به.
د ډیپلماتیکو سلا مشورو په دوام، د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د فوقالعاده غونډې په څنډه کې، په جده کې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر محمد اسحاق ډار سره لیدنه او خبرې یې وکړې.
په دې لیدنه کې، دواړو خواوو د وروستیو سیمهییزو او نړیوالو بدلونونو، په ځانګړې توګه د غزې د بحراني وضعیت او د صهیونیسټي رژیم د دوامداره جنایتونو پر وړاندې د بې دفاع فلسطینیانو په اړه بحث کړی او د اسلامي هېوادونو له خوا د تیریو د مخنیوي، محاصرې د لرې کولو، بشري مرستو د چټکتیا او د دې رژیم د اشغالګرۍ پلانونو پر وړاندې د ګډ، همغږي او عاجل اقدام پر اړتیا ټینګار وکړ.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر په دوام کې، خپل پاکستاني سیال ته د ایران د اټومي پروګرام په اړه د وروستیو بدلونونو په اړه معلومات ورکړل او په دې برخه کې یې د ایران د شفاف، سولهییز او مسوولانه چلند پر اهمیت ټینګار وکړ.
محمد اسحاق ډار هم د اټومي موضوع په اړه د ایران د اصولي سیاستونو په ستاینې سره، د دې موضوع د سولهییز حل لپاره د ډیپلوماسۍ پر کلیدي رول ټینګار وکړ.
دواړو خواوو همدارنګه، د تهران او اسلاماباد ترمنځ د ژورو تاریخي، مذهبي او کلتوري مشترکاتو ته په اشارې سره، په بېلابېلو برخو لکه سوداګرۍ، سرحدي پراختیا، اقتصاد او سیمهییز امنیت کې د دوهاړخیزو همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ.
د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند امیر حافظ نعیم الرحمن، د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سید عباس عراقچي سره لیدنه او خبرې اترې وکړې.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر په دې لیدنه کې، د صهیونیسټي رژیم او امریکا له لورې د ایران پر وړاندې د پوځي یرغل په غندلو کې د پاکستان د دولت، ملت او جماعت اسلامي ګوند د قاطع او کلکو دریځونو د ستاینې ترڅنګ، د ایران او پاکستان دوستي او ورورولي یې ژوره او پیاوړې وبلله او له پاکستان سره هراړخیزو دوستانه اړیکو پیاوړې کولو لپاره یې د ایران د اسلامي جمهوریت پر ارادې ټینګار وکړ .
د پاکستان د جماعت اسلامي امیر هم په دې لیدنه کې د ایران د خلکو او وسلهوالو ځواکونو له خوا د صهیونیسټي رژیم د پوځي یرغل پر وړاندې د اتلانه دفاع له امله ایران ته مبارکي وویله او د امت د یووالي پیاوړتیا او د صهیونیسټي رژیم پر وړاندې د مقابلې په اړه د خپل ګوند اصول بیان کړل.
په دې لیدنه کې، د سیمهییزو او نړیوالو بدلونونو، په ځانګړې توګه د صهیونیسټي رژیم د پراختیا غوښتنې پر وړاندې د مقابلې او په اشغال شوي فلسطین کې د نسلوژنې د مخنیوي لپاره د اسلامي هېوادونو د همغږۍ پر اړتیا بحث وشو.
د پاکستان تحریک انصاف ګوند (PTI) پریکړه کړې چې د پاکستان د ملي اسمبلۍ او ایالتي اسمبلیو منځ پړاوه ټاکنې تحریم کړي. دې ګوند یو ځل بیا د منځ پړاوه ټاکنو په اړه خپل دریځ بدل کړ او د ګوند د بنسټګر عمران خان په امر، چې اوس په زندان کې دی، په دې ټاکنو کې پر ګډون بندیز اعلان کړ.
دا پریکړه د تحریک انصاف د سیاسي کمېټې په غونډه کې وشوه، چې په ادیاله زندان کې له عمران خان سره د حقوقي ټیم له لیدنې وروسته جوړه شوې وه.
د تحریک انصاف عمومي منشي سلمان اکرم راجا اعلان وکړ چې عمران خان د هغه استعفا نه ده منلې او یو ځل بیا یې محمود خان اچکزی د ملي اسمبلې د اپوزیسیون د مشرتابه لپاره نومولی دی. همدارنګه، د دې ګوند استازي امیر دوګر هم تایید کړه چې سیاسي کمېټې د عمران خان نظر منلی دی او د ګوند استازي به ډېر ژر له ټولو پارلماني کمېټو، په شمول د عامه حسابونو کمېټې (PAC) څخه استعفا وکړي.
ژباړه: زماني