شپږ اعشاره دوه  ریشتر زلزلې بیا افغانستان ولړزاوه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i164214-شپږ_اعشاره_دوه_ریشتر_زلزلې_بیا_افغانستان_ولړزاوه
پارس ټوډې - د ایران د اسلامی جمهوریت  د سرې میاشتې ټولنې له افغان زلزله ځبلو سره د فوري مرستو د لیږد لپاره اقدام کړی او لومړنئ جوپې ئې زلزله ځپلو سیمو ته لیدولي دي.
(last modified 2025-09-06T00:13:51+00:00 )
Sep 05, 2025 13:51 Asia/Kabul
  •     شپږ اعشاره دوه  ریشتر زلزلې بیا افغانستان ولړزاوه

پارس ټوډې - د ایران د اسلامی جمهوریت  د سرې میاشتې ټولنې له افغان زلزله ځبلو سره د فوري مرستو د لیږد لپاره اقدام کړی او لومړنئ جوپې ئې زلزله ځپلو سیمو ته لیدولي دي.

  د پنجشنبې په شپه یوې بلې زورورې زلزلې، چې شدت ئې ۶.۲ ریشتر و، د افغانستان سویل‌ختیځ ولړزاوه.

د دغې زلزلې مرکز  هم  د افغانستان  کنړ ولایت و. د خبر تر مخابیره کیدا پورې  د نوې زلزلې د احتمالي مرګ ژوبلو  په اړه رسمي شمېرې نه دي خپرې شوې. دا په داسې حال کې ده، چې د تیرې اونئ د  یکشنبې په ورځ، یعني  د وږي ۹ ، هم  یوې زورولې  زلزلې، چې شدت ئې له  ۶ ریشتره زیات ؤ ، د کنړ، نورستان، ننګرهار او لغمان ولایتونه ولړزول. دغې زلزلې څو ټکانونه هم درلودل او تر اوسه ئې له ۲۲۰۰ زیات کسان وژلي  او دغه راز راپورونه ښئ چې  کابو درې زره څلور سوه کسان پکې ټپیان  او ورسره په زرګونو کورونه هم په کنډوالو بدل شوي دي.

د ایران د اسلامی جمهوریت  د سرې میاشتې ټولنې له افغان زلزله ځبلو سره د فوري مرستو د لیږد لپاره اقدام کړی او لومړنئ جوپې ئې زلزله ځپلو سیمو ته لیدولي دي.