افغانستان او پاکستان په تېره اونۍ کې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i164574-افغانستان_او_پاکستان_په_تېره_اونۍ_کې
د خبرو اترو په شپږم پړاو کې چې د افغانستان او ایران د چارواکو ترمنځ ترسره شو، د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ، کانونو او پټرولیم، کرنې، مالیې او ګمرکاتو وزارتونو یو لوړپوړی پلاوی د ایران د سوداګرۍ پراختیا سازمان مسوولینو سره یوځای په «دوغارون آزادې سیمې» کې راټول شول، ترڅو د سوداګریزو اړیکو د ښه کولو او د ټرانزیټي خنډونو د له منځه وړلو لپاره عملي لارې چارې وڅېړي.
(last modified 2025-09-14T08:43:33+00:00 )
Sep 14, 2025 13:07 Asia/Kabul
  • افغانستان او پاکستان په تېره اونۍ کې

د خبرو اترو په شپږم پړاو کې چې د افغانستان او ایران د چارواکو ترمنځ ترسره شو، د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ، کانونو او پټرولیم، کرنې، مالیې او ګمرکاتو وزارتونو یو لوړپوړی پلاوی د ایران د سوداګرۍ پراختیا سازمان مسوولینو سره یوځای په «دوغارون آزادې سیمې» کې راټول شول، ترڅو د سوداګریزو اړیکو د ښه کولو او د ټرانزیټي خنډونو د له منځه وړلو لپاره عملي لارې چارې وڅېړي.

دا ناسته د سوداګریزو لګښتونو کمولو، د سرحدي ټرانسپورټ اسانتیا او د ټرانزیټي همغږیو د ښه کولو په موخه ترسره شوه. د دې لیدنې په ترڅ کې، د دواړو هېوادونو مسوولینو د اسلام قلعه او دوغارون له سرحدونو هم لیدنه وکړه.

د افغانستان د سرپرست حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت د پانګونې رئیس «صبغت‌الله آخوندزاده» د دوغارون سرحد له لارې سوداګریزې اړیکې د قناعت وړ وبللې او ویې ویل: «د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پراختیا لپاره هېڅ جدي خنډ نشته او د دې سفر اصلي موخه، له ایران سره اقتصادي اړیکو پراخول دي.»

د ایران د اسلامي جمهوریت د مسوولینو په وینا، د دوغارون سرحد له لارې د ایران او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو راکړو ورکړو کچه په کال کې شاوخوا ۴ میلیارده ډالرو ته رسېږي، چې دا د دې سرحدي لارې د دواړو هېوادونو په اقتصادي تعاملاتو کې ستراتیژیک اهمیت ښيي.

په کابل کې د ایران سفارت اعلان کړی چې د ایران د سرې میاشتې ټولنې د افغانستان ختیځو زلزله ځپلو ته د خپلو بشردوستانه مرستو څلورمه جوپه واستوله. دا جوپه ۲۲ ټنه وریجې او نور اړین توکي لري. د راپورونو له مخې، د ایران د بشردوستانه مرستو ټولیزه کچه د افغانستان ختیځو زلزله ځپلو ته تر اوسه ۲۲۰ ټنو ته رسیدلې ده.

تر دې وړاندې، په هرات کې د ایران سرقنسول «علیرضا مرحمتي» د دې مرستو پر اهمیت په ټینګار سره ویلي وو چې د ایران ملت او دولت ځان د افغانستان د خلکو په غم کې شریک ګڼي او دا اقدام د اسلامي اخلاقو څرګندوونکی او د مسلمانو ملتونو ترمنځ د یووالي یوه بیلګه ده. ایران د افغانستان په ختیځ کې د مرګونو زلزلو له پیل راهیسې زیانمنو کسانو ته پراخې بشردوستانه مرستې استولي دي.

پخوا یوې ۶ ریشتري زلزلې د افغانستان ختیځ ولړاوه چې لږ تر لږه ۲۲۰۵ کسان یې ووژل او له ۳۵۰۰ څخه زیات یې ټپیان کړل. تر ټولو زیات انساني او مادي زیانونه په کنړ ولایت کې ثبت شوي دي.

د طالبانو د حکومت ویاند «ذبیح‌الله مجاهد» وویل چې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر ۱۱ بریدونه له افغانستان سره هېڅ تړاو او په دې پېښه کې هېڅ رول نه درلود. مجاهد زیاته کړه: دا پېښه د افغانستان له سرحدونو بهر پلان او پلي شوې وه او د افغانستان د اشغال لپاره د بهانې په توګه وکارول شوه.

مجاهد همدارنګه ټینګار کړ چې افغانستان د دې بریدونو پر مهال دا پېښه وغندله او له متحده ایالاتو یې غوښتنه کړې وه چې د دې پېښې عوامل په بې پرې توګه وڅېړي. په دوحه کې د طالبانو د سفارت سرپرست «سهیل شاهین» هم وړاندې ویلي وو چې په دې بریدونو کې هېڅ افغان وګړی ښکېل نه وو او طالبانو هغه مهال دا برید په کلکه غندلی وو.

 

په کویټه کې د ایران د اسلامي جمهوریت سرقنسول «علیرضا رجایي» د سیستان او بلوچستان او د بلوچستان ایالت ترمنځ د نوې سرحدي لارې کوهک-چدګي بازارچې څخه لیدنه وکړه او د سوداګریزو فعالیتونو پیاوړي کولو او سرحدي زیربناوو د ښه کولو لپاره لارې چارې وڅېړل شوې.

د ایران سرقنسول د ګمرکي خدمتونو او موجوده زیربناوو د ارزونې ترڅنګ، د سرحدي راکړو ورکړو پر وړاندې د خنډونو پر لرې کولو، دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا او د ایران او پاکستان د سرحدي اوسېدونکو د ژوند شرایطو د ښه کولو لپاره پر سوداګریزو اسانتیاوو ټینګار وکړ.

د ایران ایرتور مسافر وړونکې الوتکې له تهران څخه اسلام آباد ته په کښېناستو سره، د ایران او پاکستان پلازمېنې یو له بل سره ونښلول شوې، چې دا یو نوی ګام دی او د اقتصادي او ګرځندوی فعالیتونو د ودې او د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د خلکو اړیکو پیاوړي کولو لپاره مهم ګڼل کېږي.

د تهران-اسلام آباد مستقیم پرواز په رسمي توګه پیل شو او د دې مستقیم پرواز د پیل په مناسبت ځانګړي مراسم د ایران د سفارت مرستیال نبي شیرازي، د پاکستان د هوايي چلند ادارې مسوولینو او د ایران ایرتور د پرواز عملې په ګډون د اسلام آباد نړیوال هوايي ډګر د تشریفاتو په تالار کې ترسره شول.

د ایران ایرتور مسافر وړونکې الوتکې په کښېناستو سره، ۲۴۰ مسافر هم د همدې پرواز له لارې تهران ته روان دي. د اسلام آباد-تهران مسیر مسافر اوس کولای شي په مستقیم پرواز سره په لږ لګښت او لنډ وخت کې خپل منزل ته ورسېږي.

د پاکستان د مسلم لیګ نواز ګوند رئیس او پخواني لومړي وزیر «محمد نواز شریف» د پنجاب ایالت په مرکز په لاهور کې د ایران له سفیر «رضا امیري مقدم» سره وکتل. نواز شریف په دې لیدنه کې د ایران د اسلامي جمهوریت د ۱۲ ورځني تحمیلي جنګ پر وړاندې د بریا مبارکي وویله او ټینګار یې وکړ چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د لوړې کچې د پراختیا ملاتړ کوي.

د ایران سفیر د مسلم لیګ نواز ګوند له دې دریځ څخه چې د ایران او پاکستان ترمنځ د هر اړخیزو همکاریو د پراختیا ملاتړ کوي، ستاینه وکړه. امیري مقدم د اسرائیلي رژیم د جنایاتو د دوام په اړه وویل چې د فلسطینيانو په ملاتړ د پاکستان دریځ د ستاینې وړ دی. په دې لیدنه کې نواز شریف او د ایران سفیر د سیمه ییزو وروستیو بدلونونو او د دواړو هېوادونو د همکاریو، په ځانګړې توګه د سوداګرۍ او انرژۍ په برخو کې بحث وکړ.

 

په راولپنډۍ کې د ایران د اسلامي جمهوریت کلتوري مرکز، د یوې غونډې کوربه وو چې د حضرت محمد مصطفی (ص) د ۱۵۰۰مې کلیزې او د وحدت اونۍ په مناسبت جوړه شوې وه. دا پروګرام «د پارسي شعرونو په رڼا کې د پیغمبر وصف» تر سرلیک لاندې ترسره شو او د رسول اکرم (ص) مینوالو، کلتوري او علمي شخصیتونو په ګډون یې یوه معنوي فضا رامنځته کړه.

د دې پروګرام ویناوالو په خپلو خبرو کې پیغمبر اکرم (ص) د اسلامي امت د یووالي او پیوستون سمبول وباله او ویې ویل چې د مسلمانانو د سعادت یوازینۍ لاره، د نبوي سیرت عملي کول او د اسلام اصیلو تعلیماتو ته بېرته راګرځېدل دي. هغوی د امام خمیني (ره) د فکر په حوالې سره وویل چې د وحدت اونۍ ترسره کول هغه فرصت دی ترڅو مسلمانان خپل اختلافات یوې خوا ته او د اسلام د لوړتیا لپاره سره یوځای کار وکړي.

په ورته وخت کې، د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د پیغمبر اکرم د میلاد او د وحدت اونۍ په مناسبت غونډې د رسول اکرم (ص) په وړاندې د مینې او درناوي یوه ښکاره بېلګه وه.

د پیغمبر اکرم (ص) د میلاد په مناسبت، په لاهور کې د «عروةالوثقی» ټولنې په کوربه توب یوه غونډه «د اسلامي نړۍ د ظلم په وړاندې چوپتیا، ولې؟» تر سرلیک لاندې جوړه شوه، چې پکې د شیعه او سني عالمانو، سیاسي او دیني مشرانو، اندیشمندانو او د مذهبي اقلیتونو استازو ګډون درلود. ګډونوالو ټینګار وکړ چې د اسرائیلي رژیم د غیر انساني جنایتونو په وړاندې بې پروايي اسلامي امت کمزوری کړی او د دښمنانو د زیاتې سپین سترګۍ لپاره زمینه برابره کړې ده.

ویناوالو د پیغمبر اکرم (ص) د تعلیماتو او د اسلامي امت د اشتراکاتو په حواله وویل چې یووالی له اوسنيو ننګونو سره د مقابلې یوازینۍ لاره ده. د هغوی په وینا، دیني مشترکو ارزښتونو ته بېرته راګرځېدل او د ظلم په وړاندې یووالی یو اسلامي او انساني مسوولیت دی، چې ټول مسلمانان باید ورته ژمن واوسي.

په لاهور کې د ایران سرقنسول «مهران موحدفر» او د ایران د کلتوري مرکز رئیس «اصغر مسعودي» په دې ناسته کې د ایران د اسلامي جمهوریت د استازو په توګه د مسلمانانو د دیني او انساني مسوولیتونو په اړه وویل چې د اسلامي امت او د مظلومو فلسطینیانو د ملاتړ لپاره یووالی اړین دی. هغوی د فلسطین د خلکو د مقاومت ستاینه وکړه او د اسرائیلي رژیم د جنایاتو په وړاندې چوپتیا یې د اسلامي تعلیماتو او انساني وجدان سره په ټکر کې وباله.

په پای کې، ګډونوالو د فلسطین د خلکو د مقاومت ستاینه وکړه او ټینګار یې وکړ چې د فلسطین مسئله یوازې سیمه ییزه مسئله نه ده، بلکې یوه نړیواله او اسلامي مسئله ده چې په وړاندې یې بې پروايي د عدالت او انساني کرامت څخه سترګې پټول دي.  

 

د پاکستان د بحران مدیریت ادارې (NDMA) اعلان کړی چې د روان کال د موسمي بارانونو له پیل راهیسې په دې هېواد کې لږ تر لږه ۹۱۰ کسان د سیلابونو او اړوند پېښو له امله مړه شوي دي. تر ټولو زیاتې مرګ ژوبلې په تېرو دوو میاشتو کې د سیندونو د طوفاني کېدو او د پاکستان په شمالي او غرنیو سیمو کې د ناڅاپي سیلابونو له امله ثبت شوي، چې لږ تر لږه ۴۴۲ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د خیبرپښتونخوا ایالت د ۵۰۴ قربانیانو په لرلو سره تر ټولو زیاته مرګ ژوبله لري او ورپسې د پنجاب او سند ایالتونو د جون ۲۶ راهیسې د بارانونو او سیلابونو له امله لسګونه مرګونه راپور شوي دي. د پاکستان د بحران مدیریت ادارې په وینا، سیلابونو او بارانونو تر اوسه ۷۸۵۰ کورونو ته زیان رسولی او په کلیوالو سیمو کې له ۶۱۸۰ څخه زیات څاروي تلف شوي دي.

له دې سره، د سند ایالت محلي دولت د سختو بارانونو د دوام او د نویو سیلابونو د احتمال په اړه خبرداری ورکړی او امدادي او اجرایوي ادارو ته یې د تیارسي غږ کړی دی. د دې ایالت مسوولین خبرداری ورکوي چې که سیلابونه پراخ شي، په لومړي پړاو کې لږ تر لږه ۱۶۰۰ کلي په مستقیم ډول له خطر سره مخ دي او له یو میلیون او ۶۰۰ زرو څخه زیات کسان اغېزمن کیدی شي.

په جنوبي وزیرستان کې د پاکستاني پوځیانو پر کاروان ترهګریز برید ۱۲ کسان ووژل او څو نور یې ټپیان کړل. امنیتي سرچینو وویل چې د تحریک طالبان پاکستان ترهګرې ډلې د پوځ پر ځواکونو د دې برید مسوولیت منلی دی. دا پېښه د خیبرپښتونخوا ایالت په جنوبي وزیرستان کې د «بدر» په شاوخوا کې رامنځته شوه.

د پاکستان رسنیو راپور ورکړی چې د ټپیانو حالت نازک دی او د قربانیانو د شمېر د زیاتیدو احتمال شته. دا د ۲۰۲۴ کال د ډسمبر له میاشتې راهیسې په جنوبي وزیرستان کې د پاکستاني پوځ پر ځواکونو تر ټولو خونړی برید ګڼل کېږي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د پاکستان چارواکو ویلي چې له ۸۰۰۰ څخه زیات د تحریک طالبان پاکستان (TTP) غړي د افغانستان له لارې د کم پیژندل شویو سرحدي لارو له طریقه د خیبرپښتونخوا ایالت ته داخل شوي دي. د دې ډلې غړي اوس په «پیشاور»، «ټانک»، «دیره اسماعیل خان»، «بنو»، «لکي مروت»، «سوات» او نورو ښارونو کې شتون لري.

د پاکستان لومړي وزیر «شهباز شریف» د قطر له امیر «شیخ تمیم بن حمد آل ثاني» سره په لیدنه کې د اسرائیلي رژیم د هوايي بریدونو په وړاندې د قطر له خلکو سره خپله خواخوږي څرګنده کړه او د اسرائیلي رژیم د اقداماتو پر وړاندې د اسلامي هېوادونو د یووالي غوښتنه وکړه. د پاکستان لومړي وزیر د اسرائیلي رژیم بریدونه «ښکاره تېری» وباله او ټینګار یې وکړ چې دا اقدام د قطر د حاکمیت د نقض سربیره، د سیمې د ثبات لپاره جدي ګواښ دی.

شهباز شریف د دې تېریو د بندولو پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل: «د پاکستان خلک او دولت له دې بریدونو څخه ژور اغیزمن شوي او دا اقدام د نړیوالو قوانینو جدي نقض دی.» د پاکستان لومړي وزیر د فلسطین د خلکو د حقونو د ملاتړ او د ثبات د ساتلو لپاره د اسلامي هېوادونو د همکاریو پر اړتیا هم ټینګار وکړ. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه رسمي اعلامیه کې د قطر پر هېواد د اسرائیلي رژیم برید وغانده او دا یې یو تحریکوونکی اقدام او د نړیوالو قوانینو ښکاره نقض وباله چې د سیمه ییز او نړیوال سولې او امنیت لپاره ګواښ دی.

ژباړه: زماني