په افغانستان کې زلزلهځپلو خپله ټوله شتمني له لاسه ورکړې
Sep 15, 2025 05:41 Asia/Kabul
یوې رسنۍ یکشنبه د وږي پر ۲۳مه راپور ورکړ چې د کونړ کلي او درې له لنډمهالو پنډغالو ډک دي او کورونه ویجاړ شوي.
د راپور له مخې، په کونړ کې بېوزله کروندګر هڅه کوي چې له زلزلې وروسته خپل ژوند بیاورغوي.
په دې درو کې تر اوسه څه باندې ۷۸۰ خیمې وېشل شوې دي.
په راپور کې راغلي چې د افغانستان په ختیځ کې زلزلې څه باندې ۵۰۰ زره کسان اغېزمن کړي، لږ تر لږه ۲۲۰۰ کسان مړه او له پنځو زرو ډېر کورونه ویجاړ شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) اعلان کړی چې د افغانستان په وروستیو زلزلو کې ماشومان له نورو ډېر اغېزمن شوي دي.
ټیګونه