د جوزجان طوطيمیدان د ګازو استخراج چارې پیل شوې
د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت چارواکي وايي، د جوزجان ولایت د طوطي میدان د ګازو ساحې د اکتشاف او استخراج چارې چې له یوه ازبکستاني شرکت سره یې قرارداد شوی، پرون پیل شوې.
د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر هدایتالله بدري پرون (یکشنبه، سنبله ۲۳) مزارشریف ښار کې په دې تړاو وویل، یاد کان ۷۵۰۰ کیلومتر مربع مساحت لري چې پکې ۵۰ ساختماني جوړښتونه تثبیت شوي او شاوخوا ۳۰ ژورې څاهګانې شتون لري.
د هغه په وینا، د طوطيمیدان د ګازو استخراج تړون د کانونو او پټرولیم وزارت او ایریلکام شرکت ترمنځ د ۲۵ کلونو لپاره لاسلیک شوی.
ورته وخت کې د افغان طالبانو د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د طوطي میدان د ګازو ساحې استخراج د افغانستان د ځان بسیاینې په برخه کې یو ګټور ګام بولي.
هغه وايي، د دغه کان د استخراج چارو په پیل سره به سره له دې چې د نفتي موادو په برخه کې هېواد ځان بسیاینې ته ورسیږي، بهر ته به یې هم د صادراتو زمینه برابره شي.
ښاغلي برادر اړوند شرکت ته په ټينګار سره ويلي، د دغې پروژې چارې په لوړ کیفیت سره پرمخ یوسي او د خلکو د هیلو پوره کولو ته کار وکړي.
ملا برادر له او پانګوالو غوښتي چې د تېر په څېر د افغانستان بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي او په اقتصادي پرمختګ کې ونډه واخلي.