د خوړو نړیوال پروګرام: په افغانستان کې لوږه په پراخېدو ده
د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د لوږې او خوارځواکۍ وضعیت مخ په خرابېدو دی
نوموړي بنسټ په خپله اېکس پاڼه کې لیکلي چې د بودیجې کمښت د دې لامل شوی چې په افغانستان کې ټولو اړمنو ته خوراکي توکي ونه رسېږي.
د ملګرو ملتونو دغه بنسټ زیاته کړې چې اوس یوازې د یوې برخې اړمنو لاسنیوی کولی شي.
د خوړو نړیوال پروګرام اعلان کړی چې د ژمي له پیل وړاندې بېړنی ملاتړ اړین دی څو افغان ماشومان او کورنۍ د شدیدې لوږې له خطر څخه خوندي پاتې شي.
له دې وړاندې د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) اعلان کړی و چې افغانستان په نړۍ کې د لوږې له یوه ناوړه بحران سره مخ دی.
نوموړي بنسټ زیاته کړې چې په افغانستان کې ۹.۵ میلیونه کسان د خوړو له شدیدې ناامنۍ سره مخ دي او له هرو پنځو کسانو یو یې نه پوهېږي چې راتلونکې خواړه به یې له کوم ځایه برابر شي.