په هرو پنځو افغانانو کې یو له لوږې سره مخامخ دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i166324-په_هرو_پنځو_افغانانو_کې_یو_له_لوږې_سره_مخامخ_دی
د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې د اقتصادي ستونزو، وزګارتیا او فقر روان کړکېچ چټکې څپې ته په اشارې وايي، دا مهال په هرو پنځو افغانانو کې یو له لوږې سره مخ دی.
(last modified 2025-10-24T23:10:23+00:00 )
Oct 25, 2025 03:39 Asia/Kabul
  •  په هرو پنځو افغانانو کې یو له لوږې سره مخامخ دی

د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې د اقتصادي ستونزو، وزګارتیا او فقر روان کړکېچ چټکې څپې ته په اشارې وايي، دا مهال په هرو پنځو افغانانو کې یو له لوږې سره مخ دی.

دې سازمان د ملګرو ملتونو د ۸۰یمې کلیزې په مناسبت په یوې خبرپاڼې کې ویلي، چې په وروستیو کې په افغانستان کې لوږه په پراخه کچه زیاته شوې او خلک له جدي ننګونو سره مخ دي.

یاد سازمان زیاتوي، چې له شااوخوا ۶۰ کالو راهیسې د افغانانو ترڅنګ ولاړ دي او په دې موده کې یې د خوړو د خوندیتوب، ځان بسیاینې او يو شمېر نورو برخو کې د دوی لاسنیوی کړی دی.

د خوړو نړیوال پرورګرام څلور ورځې وړاندې هم په افغانستان کې د لوږې د زیاتوالي په تړاو خبرداری ورکړی و، چې په وینا یې افغانستان کې د خوړو خوندیتوب کمښت له امله د خوارځواکۍ ګراف په مخ لوړوالي دی.

دا په داسې حال کې ده چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په افغانستان کې د بې کارۍ، اقتصادي ستونزو او لوږې کچه په بې ساري ډول لوړه شوې او دا لړۍ ورځ بلې ته په چټکۍ روانه ده.