د پاکستان د لارو له بندېدو سره د افغانستان صادرات ډېر شوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i167622-د_پاکستان_د_لارو_له_بندېدو_سره_د_افغانستان_صادرات_ډېر_شوي
د نړېوال بانک راپور وايي چې د پاکستان له لورې له افغانستان سره د لارو له بندېدو سره سره، د افغانستان صادرات د اکتوبر په میاشت کې د تېرې میاشتې پرتله ۱۳ سلنه او د تېر کال په پرتله ۳.۷ سلنه لوړ شوي دي.
(last modified 2025-11-24T02:45:11+00:00 )
Nov 24, 2025 07:06 Asia/Kabul
  • د پاکستان د لارو له بندېدو سره د افغانستان صادرات ډېر شوي

د نړېوال بانک راپور وايي چې د پاکستان له لورې له افغانستان سره د لارو له بندېدو سره سره، د افغانستان صادرات د اکتوبر په میاشت کې د تېرې میاشتې پرتله ۱۳ سلنه او د تېر کال په پرتله ۳.۷ سلنه لوړ شوي دي.

په دې موده کې د افغانستان صادرات ټولټال ۲۶۷ میلیون ډالرو ته رسېدلي دي، چې زیاتوالی یې تر ډېره د هند او ازبکستان له لارې د صادراتو د پراخېدو له امله دی.

د نړېوال بانک په وینا، د حاصلاتو زیاتوالی او د کورني انفلاسیون ټیټې کچې د افغانستان اقتصادي ځواک پیاوړی کړی او د پاکستان د لاري د بندېدو زیان یې په تر ډېره حده جبران کړی دی.

د خوراکي توکو صادرات په اکتوبر کې ۲۳۸.۴ میلیونه ډالرو ته رسېدلي، چې د تېر کال په پرتله ۸.۶ سلنه لوړه شمېره ده او د سیمې د قوي تقاضا نښه ګڼل کېږي.