د قطر او اوزبېکستان  استازو د افغانستان په اړه خبرې کړې دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i168188-د_قطر_او_اوزبېکستان_استازو_د_افغانستان_په_اړه_خبرې_کړې_دي
د قطر د بهرنیو چارو د وزیر ځانګړي استازي او د دغه وزارت ویاند د «دوحې فورم» لومړۍ ورځې ناستې په څنډه کې د اوزبېکستان له ځانګړي استازي سره لیدلي او د افغانستان د وضعیت په اړه یې خبرې اترې کړې دي.
(last modified 2025-12-08T01:51:55+00:00 )
Dec 08, 2025 06:19 Asia/Kabul
  • د قطر او اوزبېکستان  استازو د افغانستان په اړه خبرې کړې دي

د قطر د بهرنیو چارو د وزیر ځانګړي استازي او د دغه وزارت ویاند د «دوحې فورم» لومړۍ ورځې ناستې په څنډه کې د اوزبېکستان له ځانګړي استازي سره لیدلي او د افغانستان د وضعیت په اړه یې خبرې اترې کړې دي.

د قطر خبري اژانس د راپور له مخې، د قطر د بهرنیو چارو د وزیر ځانګړي استازي فیصل بن عبدالله الحنزاب د اوزبېکستان له ځانګړي استازي عصمت‌الله ایرگاشیف سره د افغانستان پر چارو خبرې کړې دي.

د راپور له مخې، په یاده لیدنه کې دواړو لورو د دواړو هېوادونو د همکاریو اړیکو او د افغانستان په وضعیت کې د وروستیو بدلونونو په اړه بحث کړی دی.

ورته مهال، د دوحې فورم د ناستې په څنډه کې د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند ماجد بن محمد الانصاري هم له ایرکاشیف سره لیدلي او د دوحې او تاشکند ترمنځ یې د دوو اړخیزو اړیکو په اړه خبرې کړې دي.

دواړو لورو د افغانستان په اړه د همکاریو د پیاوړتیا په اړه هم بحث کړی دی.

د یادولو ده، د ۲۰۲۵ د دوحې فورم غونډه پرون (شنبه) د نړۍ له ۱۶۰ هېوادونو د شاوخوا پنځه زره ګډونوالو په حضور کې پیل شوه.