له هند څخه افغانستان ته په رسمي ډول د درملو واردات پیل شول
په کابل کې د یوه خصوصي شرکت چارواکي ویلي چې، د یوه معتبر هندي شرکت استازولي پرانیستل کېدو سره، له هنده افغانستان ته د درملو واردات په رسمي ډول پیل شول.
د هغوی په خبره، لومړۍ مرحله کې به ۲۵قلمه درمل وارد شي او نږدې راتلونکي کې به دغه بهیر پراخ او د هېواد روغتیایي اړتیاوې پوره شي.
بل لورته د افغانستان درملو خدماتو اتحادیي چارواکي وایي، دا مهال هېواد کې د درملو واردولو تر ۴۰۰زیات شرکتونه فعالیت کوي او ټول دغه شرکتونه هڅه کوي په روغتیایي معیارونو برابر او باکیفیته درمل هېواد ته وارد کړي.
په ورته مهال د هند «سپلا» شرکت چارواکو ویلي، چې دغه شرکت د درملو تولید په برخه کې ۹۰ کلنې تجربې په درلودلو سره ژمن دی چې روغتیایي برخه کې افغانستان سره دوامداره همکاري وکړي.
د یادونې وړ ده، چې د طالبانو له لوري له پاکستانه د درملو په واردولو تر بندیز وروسته د درملو واردوونکو ته سپارښتنه شوې، چې د درملو واردولو لپاره بدیلي لارې ولټوي، هغه اقدام چې له هنده د درملو واردولو کې یې عملي بڼه خپله کړه.