د باجوړ په ملنګي پوسته کې ځانمرګی بریدګر افغان ښاریز و
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i170928-د_باجوړ_په_ملنګي_پوسته_کې_ځانمرګی_بریدګر_افغان_ښاریز_و
د پاکستاني رسندویو له راپور سره سم بریدګر د احمد المعروف قاري عبدالله ابوذر په نوم پیژندل شوی، چې د افغانستان د بلخ ولایت اوسیدونکی و.
(last modified 2026-02-20T08:21:40+00:00 )
Feb 20, 2026 12:45 Asia/Kabul
  • د باجوړ په ملنګي پوسته کې ځانمرګی بریدګر افغان ښاریز و

د پاکستاني رسندویو له راپور سره سم بریدګر د احمد المعروف قاري عبدالله ابوذر په نوم پیژندل شوی، چې د افغانستان د بلخ ولایت اوسیدونکی و.

د سرچینو په وینا، احمد المعروف قاري عبدالله ابوذر همداراز د طالبانو د ځانګړو ځواکونو برخه هم پاتی شوی وه.

امنیتي سرچینې وايي چې په پاکستان کې د ترهګرو شبکه له پولې هاخوا سره تړلې ده.

امنیتي سرچینو دا هم ویلي چې هغه بریدګر چې د فبروري په ۶مه په اسلام آباد کې ځانمرګی برید ترسره کړ، هم په افغانستان کې روزل شوی و.