د افغانستان امنیت مو له امریکې ډیر ښه تامین کړی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i172390-د_افغانستان_امنیت_مو_له_امریکې_ډیر_ښه_تامین_کړی
پارس ټوډې - د افغانستان د طالبانو خارجه وزارت ویلي چې د افغانستان او پاکستان د بدلونونو د وروستي حالت، په دوحه کښې د څواړخیزو غونډو او د ځینو نورو مسائلو په هکله بحث او د نظرونو تبادله وشوه.
(last modified 2026-04-29T09:14:25+00:00 )
Apr 29, 2026 13:38 Asia/Kabul
  • د افغانستان امنیت مو له امریکې ډیر ښه تامین کړی

پارس ټوډې - د افغانستان د طالبانو خارجه وزارت ویلي چې د افغانستان او پاکستان د بدلونونو د وروستي حالت، په دوحه کښې د څواړخیزو غونډو او د ځینو نورو مسائلو په هکله بحث او د نظرونو تبادله وشوه.

پارس ټوډې راپور ورکړی، د افغانستان د طالبانو خارجه وزیر ویلي چې په افغانستان کښې امنیت، د بهرنیو ځواکونو د شتون د وختونو په پرتله ډیر ښه تامین شوی دی.

د افغانستان د  طالبانو د حکومت د  بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د افغانستان لپاره د انګلستان له ځانګړي استازي ریچارډ لینډسي سره ملاقات او خبرې اترې وکړې.

د طالبانو خارجه وزارت ویلي چې په دغې کتنې کښې د افغانستان او پاکستان د بدلونونو د وروستي حالت، په دوحه کښې د څواړخیزو غونډو او د ځینو نورو مسائلو په هکله بحث او د نظرونو تبادله وشوه.

د خبرپاڼې له مخې، امیرخان متقي په یاده غونډه کښې مدعي شوی چې د افغانستان اوسنی امنیتي او ټولنیز وضعیت، د امریکې او ناټو د شتون د تیر پړاو په پرتله «ښه بوره» ښه شوی دی او د طالبانو اقداماتو د سیمې د هیوادونو باور او اعتماد زیات کړی دی.