د پاکستان چارواکي وائي، د بنو برید پلانونکي په افغانستان کې دي
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې لومړني شواهد ښئي، په بنو کې د خونړي برید پلانونکي د افغانستان په خاوره کې شتون لري.
د تسنیم خبري آژانس د راپور له مخې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې وئیلي دي، په اسلامآباد کې ئې د افغانستان د سفارت شارژدافیر احضار کړی او د بنو ضلعې د پولیسو پر یوې پوستې د خونړي برید په اړه ئې د پاکستان سخت اعتراض ورته رسولی دی.
د دغه وزارت په اعلامیې کې راغلي چې د خیبر پښتونخوا صوبې د «فاتحخېلو» پولیسو پوستې باندې دکار بم برید د «فتنه الخوارج» په نوم ډلې یعني هماغه تحریک طالبان پاکستان ټي ټي پي د غړو له خوا پلان او ترسره شوی؛ فتنه الخوارج دا هغه اصطلاح ده چې نن سبا ئې د پاکستان حکومت د تحریک طالبان پاکستان (TTP) لپاره کاروي.
د اسلامآباد چارواکو ادعا کړې چې لومړنۍ څېړنې، تخنیکي شواهد او استخباراتي معلومات ښئي چې د دې برید پلانونکي د افغانستان په خاوره کې موجود وو
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پخپلې اعلامیې کې زیاته کړې ده ، د افغانستان له خاورې څخه پر پاکستان د بریدونو ترسره کېدا، جدي امنیتي اندېښنې رامنځته کړې دي.
پاکستان همداراز خبرداری ورکړ چې د دې برید عاملینو ته د «پریکنده ځواب» حق د ځان لپاره محفوظ ګڼي، او د افغانستان له طالبانو ئې وغوښتل چې د نورو هېوادونو پر ضد د افغانستان د خاورې د نه کارونې په اړه پخپلو ژمنو عمل وکړي
په دې اعلامیې کې راغلي چې په افغانستان کې د بېلابېلو وسلهوالو ډلو شتون او د هغوی لپاره مناسب چاپېریال، د ملګرو ملتو او نورو نړیوالو ادارو په راپورونو کې هم ثبت شوی دی.
د راپورونو له مخې، د شنبې شپې پر مهال د پاکستان د خیبر پختونخواه صوبې د بنو ضلعې پر پولیسو پوستې په برید کې لږ تر لږه ۱۵ پاکستاني امنیتي ځواکونه وژل شوي او څو نور ټپیان شوي دي. د پاکستاني چارواکو په وینا، بریدګرو له کار بم تر چاودنې وروسته، د درنو وسلو او وسلهوالو کوادکوپټرونو په وسیله پر امنیتي ځواکونو برید وکړ.