آذربایجان له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې همکاري پراخوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i173240-آذربایجان_له_افغانستان_سره_په_بېلابېلو_برخو_کې_همکاري_پراخوي
د آذربایجان د ولسمشر سلاکار او د ولسمشرۍ ماڼۍ د بهرنیو اړیکو د چارو مشر حکمت حاجی‌یف ویلي، آذربایجان او افغانستان اوږدې تاریخي، کلتوري او دودیزې اړیکې لري او دواړه هېوادونه غواړي په بېلابېلو برخو کې خپلې همکارۍ پراخې کړي.
(last modified 2026-05-23T03:19:09+00:00 )
May 23, 2026 07:46 Asia/Kabul
  • آذربایجان له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې همکاري پراخوي

د آذربایجان د ولسمشر سلاکار او د ولسمشرۍ ماڼۍ د بهرنیو اړیکو د چارو مشر حکمت حاجی‌یف ویلي، آذربایجان او افغانستان اوږدې تاریخي، کلتوري او دودیزې اړیکې لري او دواړه هېوادونه غواړي په بېلابېلو برخو کې خپلې همکارۍ پراخې کړي.

د رسنیو په حواله، حاجی‌یف (د مې په ۲۲مه) په باکو کې د نړیوال ښاري فورم ترڅنګ خبریالانو ته ویلي، د اذربایجان ډیپلوماتیکه استازولي په کابل کې لا هم د سفیر په کچه فعاله ده. هغه زیاته کړه: «زموږ د هېوادونو او ولسونو ترمنځ تاریخي، فرهنګي او دودیزې اړیکې موجودې دي.»

نوموړي کابل ته د اذربایجان د صدراعظم د مرستیال د تېر کال سفر ته هم اشاره وکړه او ویې ویل، په هغه سفر کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پر فرصتونو خبرې شوې وې.

حاجی‌یف وویل، اذربایجان له افغانستان سره د همکاریو لپاره ډېر فرصتونه ویني، په ځانګړي ډول د خلکو ترمنځ د اړیکو پراختیا مهمه بولي.

هغه همداراز یادونه وکړه چې اوس مهال یو شمېر افغان محصلان په اذربایجان کې زده‌کړې کوي او د زده‌کړو برخه یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د راتلونکو همکاریو لپاره له مهمو ظرفیتونو وبلله.