په افغانستان کې هیڅ ډول جدي امنیتي ګواښ نشته
د افغانستان د طالبانو د حکومت دفاع وزیر د مسکو په امنیتي غونډې کې وویل چې د افغانستان وضعیت باثباته دی او په هېواد کې کوم جدي امنیتي ګواښ نشته.
د تسنیم خبري آژانس د راپور له مخې، د افغانستان د طالبانو د حکومت د دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد د مسکو په نړیوال امنیتي کنفرانس کې څرګنده کړه چې د افغانستان امنیتي وضعیت تر کنټرول لاندې دی او په هېواد کې جدي امنیتي ګواښ نه شته.
هغه په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ چې د افغانستان حکومت هڅه کوي یو مسلکي او پرمختللی دفاعي سیستم جوړ کړي، څو د افغانستان کورنی امنیت تأمینولی او د سیمې په ثبات کې هم مثبت رول لوبولی شي.
د افغانستان د طالبانو د حکومت دفاع وزیر همدارنګه وویل چې د نوي حکومت له واکمنېدو وروسته، په افغانستان کې د داعش ترهګرې ډلې فعالیتونه په بشپړه توګه کنټرول شوي او هغوي ځپل شوي دي.
مولوي یعقوب مجاهد زیاته کړه چې تلپاتې امنیت یوازې د هېوادونو ترمینځ د متقابل باور له لارې تضمینېدئ شي، او د طالبانو حکومت به هېڅکله اجازت ور نه کړي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکارول شي.
هغه د افغانستان اقتصادي ظرفیتونو ته په اشارې سره ټینګار وکړ چې افغانستان د امنیت او ثبات په سیوري کې د کورنیو او بهرنیو پانګونو،او همدارنګه د سیمهییز ترانزیټ او سوداګرۍ د پراختیا لپاره مناسب فرصتونه برابرولی شي.
د طالبانو د حکومت دفاع وزیر،چې د امنیتي غونډې لپاره مسکو ته تللی،پرون ئې د روسیې د امنیت شورا له منشي له سرګي شویګو سره د پوځي او تخنیکي ملګرتیا یو تړون هم لاسلیک کړ.
انټرفاکس خبري آژانس هم لیکلي چې مولوي یعقوب مجاهد په دې لیدنې کې د کابل او مسکو ترمینځ د اړیکو د پراختیا یادونه وکړه،له روسیې سره ئې ملګرتیا مهمه وبلله او د طالبانو لهخوا ئې د دغو اړیکو د لا پراختیا پر لېوالتیا ټینګار وکړ.