امریکا له افغانستان سره مالي مرستې ځنډولي دي
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وئيلي چې افغانستان سره مالي مرستې په دې اندېښنې ځنډول شوې دي چې ښائي طالبان ورته لاسرسی پیدا کړي.
د تسنیم خبري آژانس د راپور له مخې،د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتو د هغو اندېښنو په غبرګون کې چې په افغانستان کې د خوړو د ناامنۍ د بحران د زیاتېدو په اړه ئې څرګندې کړې وې، وویل چې افغانستان ته د امریکا مالي مرستې ځنډول شوې دي
دغه وزارت پخپلې اعلامیې کې وئيلي دي، د امریکا د ولسمشر «ډونالډ ټرمپ» د فرمان په اساس،افغانستان ته ټولې هغه مالي مرستې درول شوې دي چې د طالبانو د لاسرسي په اړه ئې اندېښنه موجوده وي.
دا پرېکړه په داسې حال کې اعلانېږي چې د ملګرو ملتو د خوړو نړیوال پروګرام په دې وروستیو کې خبرداری ورکړی و چې په افغانستان کې د خوارځواکۍ له امله د مېئندو او ماشومانو لپاره د حیاتي خوراکي موادو زېرمې پاي ته د رسېدو په حال کې دي.
د دغه بنسټ د راپور له مخې، د تېر کال له اکتوبر راهیسې د افغانستان او پاکستان د پولو تړل کېدو، د بشري مرستو د لېږد بهیر له جدي ستونزو سره مخ کړی او مرستندویه ادارې ئې اړ کړې دي چې د مرستندویه توکو د انتقال لپاره د ایران له لارې کار واخلي.
خو د لوېدیځې آسیا د کړکېچونو د زیاتېدو او د ایران په بندرونو کې د رامنځته شویو محدودیتونو له امله، دغه بدیله لاره هم له ستونزو سره مخ شوې ده.
په راپور کې راغلي چې « په جنیوا کې د خوړو د نړیوال پروګرام د تدارکاتو مشر، کورین فلشر» په داسې حال کې چې ویلي ئې دي کابو ۱۷ میلیونه خلک په افغانستان کې د خوړو له ډيرې ناامنۍ سره مخ دي، زیاته کړې چې دغه بنسټ اوس اړ شوی مرستندویه توکي د سعودي عربستان او دوبۍ له لارې ولېږدوي، چې دا کار د مرستو د لېږد وخت او لګښت دواړه زیاتوي.
همدارنګه راپورونه ښئي چې طالبانو مخکې له دې له پاکستان سره خپلې ټولې سوداګریزې اړیکې ځنډولې وې او هیله ئې لرله چې د ایران د چابهار بندر د بدیلې لارې په توګه وکاروي، خو په سیمې کې وروستیو بدلونونو او د ایران په بندرونو کې ځينو محدودیّتونو دغه لاره هم له ستونزو سره مخ کړې ده.
د ملګرو ملتونو د وروستیو راپورونو له مخې، په افغانستان کې شاوخوا ۲۷ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري، او د ترانزیټي محدودیتونو دوام او د نړیوالو مرستو ځنډول د دې هېواد د بشري بحران د لا زیاتیدو په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.