د هلمند ولایت ۶۰ سلنه ماشومان له زده کړو بې برخې دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i173556-د_هلمند_ولایت_۶۰_سلنه_ماشومان_له_زده_کړو_بې_برخې_دي
د رسنیو په حواله، د هلمند ولایت  ځايي چارواکي وايي، د ښوونځیو ودانیو او مسلکي ښوونکو د کمښت له امله، د دغه ولایت ښوونځي ته د تلو په شرایطو برابر شاوخوا ۶۰ سلنه ماشومان له زده‌کړو بې‌برخې دي.
(last modified 2026-05-30T08:21:21+00:00 )
May 30, 2026 12:45 Asia/Kabul
  • د هلمند ولایت ۶۰ سلنه ماشومان له زده کړو بې برخې دي

د رسنیو په حواله، د هلمند ولایت  ځايي چارواکي وايي، د ښوونځیو ودانیو او مسلکي ښوونکو د کمښت له امله، د دغه ولایت ښوونځي ته د تلو په شرایطو برابر شاوخوا ۶۰ سلنه ماشومان له زده‌کړو بې‌برخې دي.

چارواکو زیاته کړې چې د هلمند په ځینو ولسوالیو کې حتی یو ښوونځی هم نه شته.

د هلمند د پوهنې رئیس، مولوي عبدالله زاکر ویلي چې دا مهال په هلمند کې ۳۵۷ ښوونځي فعال دي او تر ۱۸۳ زره ډېر زده‌کوونکي پکې زده‌کړې کوي.

د نوموړي په وینا، په ځینو ولسوالیو کې ښوونځي د ودانیو، درسي تجهیزاتو او ښوونکو له کمښت سره مخامخ دي او په یو شمېر سیمو کې هېڅ ښوونځی نشته.

د هغه په خبره، په بهرامچه، بغني او بغران ولسوالیو کې تر ټولو ډېر ماشومان له زده‌کړو محروم دي. دا هغه ولسوالۍ دي چې د جمهوریت په مهال یې کنټرول د طالبانو په لاس کې وو.

همداراز، نهرسراج، ګرمسیر، خانشین، دېشو، بهرامچه، بغني او بغران هغه ولسوالۍ دي چې ښوونځیو ته جدي اړتیا لري، او ځايي چارواکو یې غوښتنې د پوهنې له وزارت سره شریکې کړې دي.

چارواکي وايي، د یادو ولسوالیو اوسېدونکي نه یوازې ښوونځیو او ښوونکو ته اړتیا لري، بلکې د درسي کتابونو کمښت هم لویه ستونزه ده.

تر دې وړاندې د روزګان چارواکو هم ویلي وو چې په دغه ولایت کې د ښوونځي د عمر ۸۴ سلنه ماشومان له زده‌کړو محروم دي.