۷۶۳ افغانان د پاکستان له زندانونو خوشې شوي دي
په یوه اوونۍ کې ۷۶۳ افغانان د پاکستان له زندانونو خوشې شوي او خپل هېواد ته ستانه شول
د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي چې د تېرې یوې اوونۍ په ترڅ کې ۷۶۳ افغانان د پاکستان له زندانونو خوشې شوي او افغانستان ته راستانه شوي دي.
د تاند خبري سایټ په لیکنه، یاد وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه کسان د تورخم او سپین بولدک له لارو هېواد ته داخل شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې، یاد افغانان په پاکستان کې د قانوني استوګنې د اسنادو د نه لرلو له امله نیول شوي او زنداني شوي وو.
دغه وزارت زیاته کړې چې له دې ډلې ۲۳۰ کسان د تورخم او ۵۳۳ نور د سپین بولدک له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.
په ورته وخت کې، په پاکستان کې د بې اسناده افغان کډوالو د نیولو او ایستلو لړۍ لا هم روانه ده. ملګرو ملتونو له پاکستانه غوښتي چې د افغان کډوالو د نیولو او ایستلو بهیر ودروي.