ایران د افغانسنتان د هرات–مزارشريف د ريل پټلۍ جوړوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i175512-ایران_د_افغانسنتان_د_هرات_مزارشريف_د_ريل_پټلۍ_جوړوي
د ایران د اوسپنې پټلۍ شرکت مشر ویلي، چې له افغانستان سره د همکاریو په چوکاټ کې د هرات - مزارشریف اوسپنې پټلۍ پروژه پلې کوي.
(last modified 2026-07-24T08:12:38+00:00 )
Jul 24, 2026 12:38 Asia/Kabul
  • ایران د افغانسنتان د هرات–مزارشريف د ريل پټلۍ جوړوي

د ایران د اوسپنې پټلۍ شرکت مشر ویلي، چې له افغانستان سره د همکاریو په چوکاټ کې د هرات - مزارشریف اوسپنې پټلۍ پروژه پلې کوي.

زمونږخبریال له کابله راپور راکړ،د ایران د اورګاډي شرکت مشر، جبارعلي ذاکري، ویلي چې د دغې پروژې له مخې به ایراني شرکتونه د افغانستان ذ  هرات–مزار دکابو  ۸۰۰ کیلومیټره اوږدې اوسپنې پټلۍ د جوړولو لګښت پر غاړه واخلي. د نوموړي په وینا، دا پانګونه به د افغانستان د کانونو په برخې کې د ایرانيو شرکتونو د پانګونې او ګډون په بدل کې ترسره شي.

اقتصادي کارپوه عبدالظهور مدبر وائي، که د هرات–مزار د اوسپنې پټلۍ پروژه عملي شي، افغانستان به د سیمې د شمال او لوېدیځ ترمنځ په مهم ټرانزیټي کریډور  بدل شي. د هغه په خبره، دا پروژه به د توکو د لېږد لګښتونه  کم، د صادراتو او وارداتو بهیر  به چټک او د کانونو د استخراج لپاره به نوي فرصتونه رامنځته کړي.

د اقتصادي چارو ډيری شناندي وائي ، د ریلي بیخ بینائيو  پراختیا د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره بنسټیز اهمیت لري،  البته د کانونو د پانګونې تړونونه باید د ملي ګټو، شفافیت او قانوني چوکاټ له مخې تنظیم شي، څو هېواد له خپلو طبیعي سرچینو زیاتره ګټه ترلاسه کړي.

تمه کېږي چې د دې پروژې په بشپړېدو سره به د افغانستان د اوسپنې پټلۍ چینل پراخ ، د سیمه‌ییز ټرانزیټ ظرفیت لوړ او د افغانستان او ایران ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې هم  لا پیاوړې شي.