د ملګرو ملتونو څوکۍ د افغانستان د اوسني حکومت قانوني حق دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i175528-د_ملګرو_ملتونو_څوکۍ_د_افغانستان_د_اوسني_حکومت_قانوني_حق_دی
 د افغانستان د طالبانو دحکومت ویندوي په  دې په ټینګار سره چې په  ملګرو ملتو وکۍ څوکئ ترلاسه کول د افغانستان د اوسني واکمن حکومت قانوني حق دی ویلي دي، د دغه وضعیت دوام د افغانستان د خلکو پر وړاندې بې‌انصافي ده.
(last modified 2026-07-24T10:11:18+00:00 )
Jul 24, 2026 14:38 Asia/Kabul
  • د ملګرو ملتونو څوکۍ د افغانستان د اوسني حکومت قانوني حق دی

 د افغانستان د طالبانو دحکومت ویندوي په  دې په ټینګار سره چې په  ملګرو ملتو وکۍ څوکئ ترلاسه کول د افغانستان د اوسني واکمن حکومت قانوني حق دی ویلي دي، د دغه وضعیت دوام د افغانستان د خلکو پر وړاندې بې‌انصافي ده.

د تسنیم خبري اژانس د د راپور له مخې، د افغانستان د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌ا... مجاهد یو ځل بیا وغوښتل چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ د اوسني حکومت استازو ته وسپارل شي او د دې څوکۍ د برخلیک دوامداره ځنډ د افغانستان د خلکو پر وړاندې بې‌انصافي ده.

مجاهد وویل:طالب حکومت غواړي چې دا څوکۍ د افغانستان اوسني حکومت ته وسپارل شي. که داسې ونه شي، دا د افغانستان پر وړاندې ظلم دی، او دا ظلم د هغو کسانو له خوا کېږي چې د عدالت شعارونه ورکوي.

د  افغانستان د طالبانو د حکومت  ویاند د افغانستان د ملګرو ملتو په عمومي اسمبلئ کې د رایې د حق د ځنډېدو په اړه هم وویل چې د غړیتوب پاتې  پور به هغه مهال ورکړل شي چې د افغانستان څوکۍ طالبانو ته وسپارل شي.

کابو پنځه کاله کېږي چې طالبان په افغانستان کې بېرته واک ته رسېدلي، خو په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي څوکۍ لا هم د پخواني حکومت د استازي په واک کې ده، او د ملګرو ملتو د اعتبارنامو کمېټې تر اوسه د هغې د سپارلو په اړه کومه پرېکړه نه ده کړې.

نړیواله ټولنه د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو لپاره د بشري حقوقو رعایتول، د ټول‌شموله حکومت جوړول او د ترهه ګرۍ پر ضد مبارزه اساسي شرطونه ګڼي.

په مقابل کې، طالبان د افغانستان د څوکۍ سپارل، د خپلو چارواکو نومونه د بندیزونو له لېسټه ایستل، او د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو ازادول د خپلو مهمو غوښتنو برخې ګڼي.

افغانستان همدارنګه، د خپل کلني غړیتوب د حق‌العضویت د نه ورکړې له امله، نږدې پنځه کاله کېږي چې د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې د رایې له حقه او څوکئ محروم دی.