کابل کې د سوري زړه ناروغانو د درملنې روغتون پرانیستل شو
زمونږ خبریال راپور راکړی په کابل کې د لومړي ځل لپاره د ماشومانو د زړه د سوري ناروغۍ د درملنې یو ځانګړی روغتون پرانیستل شو؛ داسي روغتون چې چارواکي وایي، د زرګونو ماشومانو د ژوند ژغورلو او د هېواد د روغتیايي خدمتونو د پیاوړتیا لپاره یو مهم ګام ګڼل کېږي.
دا روغتون د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري د شپږ نیم میلیونه ډالرو په لګښت په کابل کې جوړ شوی دی.
د ياد روغتون رئیس، عبدالولي اتمانزی، وایي چې د دغه مرکز په فعالېدو سره به په هېواد کې د زړه د سوري ناروغانو د تشخیص او درملنې ظرفیت لوړ شي او ډېر ماشومان به د درملنې لپاره بهرنیو هېوادونو ته له تګ څخه بېنیازه شي.
د افغاني سرې میاشتې ټولنې مرستیال، حافظ عزیزالرحمن، د پرانیستې په مراسمو کې وویل چې په دې روغتون کې به زرګونه اړمن ماشومان، چې د زړه د سوري او نورو قلبي ناروغیو له امله ځورېږي، په وړیا توګه او د تخصصي معیارونو له مخې درملنه ترلاسه کړي.
نوموړي زیاته کړه، دغه روغتون د نړیوالو معیارونو له مخې جوړ شوی او په پرمختللو او عصري طبي تجهیزاتو سمبال دی.
د ریاستالوزراء اداري مرستیال، مولوي عبدالسلام حنفي، هم د پرانیستې په مراسمو کې وویل چې د جګړو او ناخوالو له امله هېواد ته ګڼ زیانونه اوښتي، خو د داسې روغتیايي مرکزونو جوړېدل د خلکو د خدمت او د روغتیايي سکټور د پیاوړتیا لپاره مهم ګام دی.
چارواکي وایي، ټاکل شوې چې په دغه روغتون کې هر کال شاوخوا دوه زره هغه ماشومان تر درملنې لاندې ونیول شي چې د زړه د سوري او نورو قلبي ناروغیو له امله کړېږي.
د چارواکو په خبره، هڅې روانې دي چې په راتلونکې کې د ماشومانو ترڅنګ، د لویانو لپاره هم د زړه د ناروغیو د درملنې زمینه برابره او دغه مرکز په یوه تخصصي قلبي روغتون بدل شي.