پاکستان بیلا ځلی پر افغانستان هوایي بریدونه کړي دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i178722-پاکستان_بیلا_ځلی_پر_افغانستان_هوایي_بریدونه_کړي_دي
زمونږ خبریال راپور راکړی دا په تېرو څلور ورځو کې دویم ځل دی، چې د پاکستان پوځي الوتکې د افغانستان په هوایی حریم تیري کولو سره هوایي بریدونه ترسره کوي.
(last modified 2026-09-24T06:38:41+00:00 )
Sep 24, 2026 10:27 Asia/Kabul
  • پاکستان بیلا ځلی پر افغانستان هوایي بریدونه کړي دي

زمونږ خبریال راپور راکړی دا په تېرو څلور ورځو کې دویم ځل دی، چې د پاکستان پوځي الوتکې د افغانستان په هوایی حریم تیري کولو سره هوایي بریدونه ترسره کوي.

دا بریدونه تېره شپه د افغانستان په سویل ختیځ خوست او پکتیا ولایتونو او په سویل کې په کندهار ولایت کې ترسره شوي دي.

د خوست ولایت د والي ویاند «مستغفر ګربز» وایي تیره شپه خواوشا درې بجې پاکستاني جټ الوتکو د دې ولایت  مرکز ته څیرمه او همدارنګه د ګربزو او اسمعیل خیلو مندوزیو ولسوالیو یو شمیر سیمې په نښه کړي دي.

ګربز ویلي چې په دې بریدونو کې چاته زیان نه دی رسیدلی.

 ها خوا امنیتي سرچینو ویلي د پکتیا مرکز ګردیز ته څیرمه په شوي برید کې هم چاته زیان نه دی رسیدلی.

 بل پلو رسنیو د کندهار ښار په نهمه ناحیه کې هم په یوه دښته کې د ترسره شوې حملې پخلی کړی دی.

خو د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي.

 بل لور ته پاکستاني رسنیو د دغه هیواد د اطلاعاتو او خپرونو وزیر عطا الله تارړ له قوله ویلي چې پاکستان تیره ورځ له افغانستان نه ورغلې نهه ډرون الوتکې د ډیورنډ پولې ته څیرمه تورخم او دغه راز د کوهاټ په سیمه کې موخو ته له رسیدو وړاندې نسکورې کړيدي.

تارړ ویلي چې پاکستان د دې سرغړونو په ځواب کې د سپتمبر پر ۲۳مه د افغانستان په دننه کې پر لسو سیمو هوایي بریدونه تر سره کړل.

هغه ویلي چې په دې بریدونو کې د طالبانو  ډرون الوتکو د پورته کیدو  اډې او دغه راز پوځي مرکزونه په دقیقه توګه په نښه اوله منځه وړل شویدي.

افغان چارواکو تر اوسه د افغانستان له لورې پر پاکستان د ډرون بریدونو ترسره کیدو او د پاکستان د اطلاعاتواو خپرونو وزیر د څرګندونو په اړه څه نه دي ویلی.

 د افغانستان د طالبانو  ویاند ذبیح الله مجاهد تیره ورځ ویلي وو چې افغان حکومت به د پاکستان هوایي بریدونه بې ځوابه پرې نه ږدي.