په افغانستان کې د زعفرانو تولید کچه یوڅلویښت ټنو ته لوړه شویده.
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i179278-په_افغانستان_کې_د_زعفرانو_تولید_کچه_یوڅلویښت_ټنو_ته_لوړه_شویده.
د چارواکو پروینا دا مهال زعفران بهر ته د افغانستان د لومړۍ درجه صادریدونکي توکې په توګه پېژندل کیږي.
(last modified 2026-10-03T12:23:03+00:00 )
Oct 03, 2026 16:48 Asia/Kabul

د چارواکو پروینا دا مهال زعفران بهر ته د افغانستان د لومړۍ درجه صادریدونکي توکې په توګه پېژندل کیږي.

زعفران، چې د افغانستان په یو شمیر سیمو په ځانګړې توګه لویدیځ ولایت هرات کې کرل کیږي.

د افغانستان له مهمو کرنیزو محصولاتو ګڼل کیږي اوپه نړیوالوبازارونوکې یې ځانګړې ځای موندلی دی.

د طالبانو حکومت د کرنې ،مالدارۍ او اوبو لګولو وزارت ویاند مولوي شیرمحمد حاتمې وایي، تېر کال د هېواد په بېلابېلو سیمو کې پر ۱۲زره هکتاره زعفران کرل شوي وو، چې ۴۱ متریک ټنه حاصل ترې تر لاسه شو، چې د تېر کال په پرتله پکې بې سارې زیاتوالی راغلی دی.

په افغانستان کې تولیدیدونکي زعفران، چې سره طلا هم  بلل کیږي د خپل ښه کیفیت له امله یې د نړۍ په بازارونوکې ځانګړی ځای موندلی دی. اوله تیرو څو کالو راهیسې د زعفرانو د نړیوالې رده بندۍ په نوملړکې لومړی ځای لري.

 د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت  ویاند قاري محمد اصف الیاس وایي، اوسمهال زعفران له افغانستان څخه  بهر ته د صادریدونکو توکو په سر کې ځای لري.

محمداصف الیاس وایي، تېرکال د۷۷  میلیونه ډالرو په ارزښت زعفران ګاونډیو، د سیمې ، عربي او اروپايي هېوادونو ته صادر شویدي.

ها خوا د هرات کرنې اومالدارۍ خونې مرستیال نجیب الله رحمتي وایي. هرات د زعفرانو د کښت اوتولید  له پلوه دهیواد په کچه لومړی ولایت دی.

رحمتي وایي، هر کال میلیونونه ډالر له بهره هیواد ته راوړل کیږي او هغه کروند ګروته ورکول کیږي، چې پر خپلو زمکو د زعفرانوکښت کوي.

د طالبانو حکومت کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو وزارت وایي، په کور دننه د زعفرانو کښت او تولید پراختیا، کیفیت ښه والي، او نړیوالو نندارتونونو او بازارونو ته د افغان  زعفرانو  رسول د دې وزارت په کاري لومړیتوبونو کې دي.